BBC
 شاته

ککړه هوا د نوزېږو ماشومانو مغز ته زیان رسوي

د انځور حقوق Getty Images

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو اداره یونیسف چارواکي وايي، تر یوه کال کم عمره ماشومان چې ککړه هوا تنفسوي، د نورو ماشومانو پرتله یې ماغزه له ډېر خطر سره مخامخ دی.

دغه سازمان د سویلي اسیا د هېوادونو ماشومان یاد کړي چې د نړۍ د نورو سیمو پرتله یې هوا ډېره ککړه ده.

دغو هېوادونو کې نژدې ۱۲ میلیونه کسان داسې سیمو کې ژوند کوي، چې هوا پکې تر عادي حالته شپږ برابره زیاته ککړه ده.

ویل کېږي چې د اسیا په ختیځ او ارام سمندرګي کې هم څلور میلیونه وګړي زهرجنه هوا تنفسوي.

یونیسف وايي، د هوا د زهرجنو ذرو تنفس، د مغز سلولونو ته زیان رسوي او د ودې مخه یې نیسي.

د انځور حقوق Science Photo Library
Image caption یونیسف وايي، د هوا د زهرجنو ذرو تنفس، د مغز سلولونو ته زیان رسوي او د ودې مخه یې نیسي.

په دې رپورټ کې راغلي چې د وینا او له وینا پرته هوښیاري، حافظه، د زده کوونکو ټیټې نومرې او عصبي ستونزې د زهرجنې هوا له تنفس سره نیغه اړیکه لري، چې دا اغېز د عمر تر پایه پاتې کېدای شي.

له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق وایي:

"ښارمېشتۍ ته د خلکو لېوالتیا او د ککړې هوا مخنیوي ته نه پاملرنه به په راتلونکو څو کلونو کې ګڼ شمېر ماشومان له خطر سره مخامخ کړي".

دې سازمان له خلکو غوښتي چې له ماسکونو او فلتري سیسټمونو کار واخلي، همدارنګه یې ماشومانو ته خبرداری ورکړی چې د هوا د ډېرې ککړتیا پر وخت له تګ راتګه ډډه وکړي.

'د ښارونو ۸۰ سلنه اوسیدونکي ککړه هوا تنفس کوي'

"هرو پنځو ساعتونو کې یو افغان ماشوم د سینه بغل له کبله مري"

ککړه هوا د مړینې سبب کېدای شي

تېره میاشت د ډيلي زهرجنې هوا د هند پلازمېنه ونیوه چې له امله یې د دې ښار یو شمېر ښوونځي موقتاً وتړل شول. د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پر وخت ډېریو هندي کورنیو پر حکومتي چارواکو نیوکه وکړه چې د ماشومانو روغتیا ته پاملرنه نه کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هوا سخته ککړتیا

هوا دومره ککړه وه چې د کرېکټ لوبې پر وخت د هندي او سرېلانکایي لوبغاړو خوا وګرځېده.

د چین په شمال کې د ډېرې ککړې هوا له کبله اټکل شوی چې تر راتلونکو درېیو کلونو به د ژوند هیله راټیټه شي. دې هېواد د هوا د پاکوالي په برخه کې سخت قوانین وضع کړي او پر ځینو شرکتونو یې پلي کړي.

یونیسف دا رپورټ له سپوږمکۍ د اخیستل شویو انځورونو پر بنسټ خپور کړی او دا یې هم ویلي چې په افریقایي هېوادونو کې د هوا ککړتیا په ډېرېدو ده.

بریتانیایي پوهانو د لندن په روغتونو کې څېړنې کړې او موندنې ښيي چې ککړه هوا سبب شوې چې په دې ښار کې د نوزېږو ماشومانو وزن کم شي، مړینه زیاته شي او لویان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شي.