شاته

ازبکستان، افغانستان لپاره نوې اقتصادي لار

ازبکستان د انځور حقوق FB
Image caption ازبکستان او افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل یوۀ بل ته په بې ساري ډول ځانونه نژدې بولي

د ازبکستان او افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل دغه دوه ګاونډیان یوۀ بل ته په بې ساري ډول ځانونه نژدې بولي، چې د اړیکو په دغه نوي پرانیستل شوي فصل کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوۀ ځل د راکړې ورکړې د پراختیا څه د پاسه ٢٠ تړونونه لاسلیک شول.

دا د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو داسې يو پيل دى چې ازبکستان له خپلې ازادۍ وروسته په لومړي ځل له افغانستانه د وېرې پرځای دغه هیواد ته داقتصادي اړیکو د پراختیا غېږ پرانیستې.

سره له دې چې د همکارۍ تړونونو هره برخه را نغاړلې، خو اصلي پام یې پراقتصادي راکړو ورکړو ورټول دی.

په منځنۍ اسیا کې ازبکستان د انرژۍ او کرنیزو محصولاتو له اړخه مهم هېواد دی. څو پیړۍ وړاندې د سمرقند، ترمز او بخارا پنبې ته نړۍ ګوته په غاښ وه او د شوروي استعمار لپاره همدغه هېواد سویلي اسیا ته د رسیدو دروازه بلل کېده چې د دوستۍ په نوم پل یې له افغانستان سره ايله اوس ایله رښتینې دوستۍ ته برابره شوه.

برېښنا

د نویو همکاریو مهم پاړکی یې د ازبکستان له سرخان څخه د افغانستان تر پلخمري ښارګوټي د بریښنا نويو مزو غزولو پروژه ده، چې تر۳۰۰ میګاواټه نوره بریښنا به افغانستان ته لېږدوي.

د انځور حقوق FB

د غه لين چې ۵۰۰ کیلو واټ بریښنا لېږدوي د ټوټاپ د بریښنا لېږد پروژې برخه ده، چې د منځنۍ اسیا له ازبکستان او ترکمنستان څخه د افغانستان پلازمېنې او سویل ته د انرژۍ (برېښنا) لیږدولو لپاره ډیزاین شوې ده. د دې پروژې دویم پړاو له بغلان څخه کابل ته د بریښنا لین غزول دي چې افغان حکومت هڅه کوي د ۲۰۱۸ کال په ترڅ کې یې د اوسني برېښنا لین په خوا کې چارې بشپړې کړي. دافغانستان سویلي ولایتونو ته له ازبکستانه د راتلونکې برېښنا رسېدو چارې په بشپړېدو دي او له کابله ترنژدې کندهار او له پلازمینې تر پکتیا او خوسته یې لینونه او ستنې درول شوي دي.

په داسې حال کې چې د برېښنا د کموالي له کبله پلازمېنه کې د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزې زیاتېږي، خو په ۲۰۱۸ کال کې د ازبکستان د دغې برېښنا په رارسېدو سره به د افغانستان د شاو خوا لسو داسې ولایتونو ولسونو ته کورونه ور روښانه شي، چې څو کلونه نور یې هم د انتظار پلان درلود.

د اوسپنې پټلۍ

دولسمشر اشرف غني او د هغه د ازبک سیال شوکت میرضیایف ترمنځ بله مهمه لاسلیک شوې پروژه د افغانستان تر لوېدیځ هرات ولایته د څه باندې ۶۰۰ کیلومترو په اوږدوالي د حیرتان مزار د اورګاډي پټلۍ د پراختیا چاره ده.

د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل شمال له لویدیځ سره داوسپنې د داسې کرښې په مټ نښلول کېږي، چې د دغو جنګ ځپلو سیمو او په ټوله کې د افغانستان اقتصادي څېرې ته به بدلون ورکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان د حلقوي سړک د بشپړېدو ارمان لا په شمال لوېدیځ بادغیس کې نه دی پوره شوی، له ازبکستان څخه د اورګاډي د دې جوړېدونکې پټلۍ په نوم را الوتی شمال به په سیمه کې د انرژۍ او راکړې ورکړې داسې اقتصادي انقلاب رامنځ ته کړي، چې د ډېرو په باور د شمال له برکته به یې د سویل او ختیځ پانګوال د خپلو فابریکو او پانګونو لپاره دوامداره بریښنا او د منځنۍ اسیا مارکېټ ته لاس رسی ومومي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د اوسپنۍ پټلۍ

افغانستان غواړي، چې چین د هرات د مرمرو ډبرې د ازبکستان له لارې په همدې جوړېدونکې ریل پټلۍ ولېږدوي او د نویو اړیکو د پراختیا له برکته به افغان سوداګر د ازبکستان له لارې چین او له هغه ځایه افغانستان ته د توکومخامخ صادرول او واردول زیات کړي.

وړاندې افغان سوداګرو شکایت کاوو، چې ازبک چارواکي له نورو هېوادونو(چین، قزاقستان او روسیې) د دوی د توکو د وړلو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې له کبله یې له منځنۍ اسیا سره د افغانستان همکارۍ ته زیان رسیږي.

تيل او گاز

افغانستان له تېرو څو کلونو را هیسې خپل ۷۰ په سلو کې تیل او ګاز د ازبکستان له لارې واردوي چې د نویو همکاریو په پراختیا سره به په دغه برخه کې ژور مثبت بدلون رامنځ ته شي. تيل د نورو هېوادونو په څېرد افغانستان د اقتصادي او ټولنیز ژوند لپاره د ژوند وینه بلل کېږي.

حیرتان د افغانستان لپاره په داسې بندر بدلېدونکی دی، چې تمه کېږي په ۲۰۱۸ کال کې د دغه هېواد شاوخوا نیمايي راکړه ورکړه له دې لارې ترسره شي.

دغه بندر نه یوازې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ پروت دی، بلکې د قزاقستان، چین، روسیې او قرغېزستان هېوادونو سره یې هم د کابل راکړې ورکړې ته سینه غوړولې.

په ۲۰۱۶ کال کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ راکړه ورکړه نژدې ۵۰۰ میلیون ډالرو ته رسېده، خو دواړه غاړې وايي چې په ۲۰۱۷ کال کې سوداگري دوه برابره شوی او تمه ده، چې په راتلونکي کال کې تر یو نیم میلیارد ډالرو او درې کاله وروسته څو میلیارد ډالرو ته لوړه شي.

په کابل کې سوداګر او پانګوال وايي که د تاشکند او کابل ترمنځ اړیکې پراخې شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ مخامخ تجارت ډیر ژر ۵ میلیارد ډالرو ته لوړېداى شي. افغان چارواکي وايي ازبکستان د انرژۍ، کرنې او ترانسپورټ په برخو کې ښه تجربه لري او په افغانستان کې د دغه هېواد د پانګونې لپاره ډیرې زمینې برابرې دي.

سره له دې چې له هرات څخه د افغانستان په شمال کې ترمزار او بیا شیرخان بندره پورې د اورګاډي د پټلۍ جوړلو ته چین او ایران هم ټتر وهلی وو، خو ښکاري چې ازبکستان په دغه برخه کې تر نورو رامخکې شو، چې دا پروژه به د سیمې د هیوادونو راکړې ورکړې ته نوې ساه ورکړي. د پاکستان له پولې لېرې د افغانستان په شمال او لوېدیځ کې د اقتصادي دهلیزونو د رامنځ ته کېدو خوب اوس عملي پړاو ته ور دننه شوی ښکاري. د هرات ښار په لویدیځ کې د ایران د ریل له کرښې سره وصل شوی او داسې بریښي، چې افغانستان عملا وکولی شو د کریک سازمان په چوکاټ کې د سیمې ټول هېوادونه له ایران سره ونښلول.

سويلي او منځنۍ اسيا

په منځنۍ اسیا او وچه کې راګېرټول هېوادونه هڅه کوي، چې اوبو ته ترټولو لنډه لاره کې د نښلیدو په موخه له افغانستان سره همکاري پراخه کړي. اوس لپاره د ازبکستان دا کرښه ایران او هندوستان ته د دوی لاس رسی اسانه کوي او په راتلونکي کې د پاکستان له لارې د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا د هغه پله بڼه غوره کوي، چې سویلي او منځنۍ اسیا به له یوه او بل سره د همدې افغانستان له لارې نښلي. ازبکستان تمه کوي، چې افغانستان ته د خوراکي توکو او انرژۍ سربیره له دې لارې له ایران، منځني ختیځ او هندوستان سره نیغه راکړه ورکړه پراخه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټاکل شوې ازبکستان تر۳۰۰ میګاواټه نوره بریښنا افغانستان ته ورکړي

دغه هېواد غواړي، چې پرچین او روسیې سر بېره د هند او نورې نړۍ پانګوال خپلو زیرمو کې پانګونې ته راکاږي او په سیمه کې د چین د وریښمو د نوې لارې د یوې مهمې څلور لارې د رول ادا کولو چاره پیل کړي.

امنيت

په نورو لاسلیک شویو مهمو پروژو کې د امنیتي مسلو د تعقیب په موخه د ګډ کمیسیون جوړول دي، چې ازبک غاړه یې ډیره لېواله وه او د داعش او ترهګرو له اړخه اندېښنو په تړاو وخت ناوخته له کابل سره د خبرو کرښه ولري. دارنګه د حقوقي او ټولنیزو همکاریو په خواکې د کرنې، زده کړو،ساینس، فرهنګ، ترانسپورټ ، عامه اړیکو او سوداګرۍ د شاوخوا ۲۰ تړونونو لاسلیک کول نورې همکارۍ دي، چې ارزښت یې د ازبک چارواکو په خبره تر۵۰۰ میلیون ډالرو اوړي.

ښکاري، چې افغانستان اوس د هرې ورځې په تیریدو سره نه یوازې بهرنۍ نړۍ ته د خپلو رګونو او شیریانونو په خلاصولوبوخت دی، بلکې په سیاسي برخه کې توانېدلی ، چې د ازبکستان په څېرسرسخته اندېښمن ګاونډي خاطر هم له هرډول ګواښ ډاډه کړي.

افغانستان له ازبکستان سره ۱۳۷ کیلومتره ګډه پوله لري او د شوروي له دړې وړې کېدو وروسته په ۱۹۹۱ کې له لومړنیو هېوادونو وو چې د ازبکستان ازادي یې په رسمیت و پیژنده.

په منځنۍ اسیا کې له ازبکستان سره د اړیکو پراختیا په افغانستان کې د نظر د خاوندانو په اند له ټولې منځنۍ اسیا سره د اړیکو د پراخیدو په مانا ده، چې له برکته به یې افغانستان د غوړیدا په لور روان شي.