BBC
 شاته

ایرلنډ له افغانستانه دویمه یوه ورځنۍ لوبه وګټله

د انځور حقوق Getty Images

ایرلنډ د ۵۱ منډو په توپیر سره له افغانستانه د کرېکټ یوه ورځنۍ لوبه وګټله.

شارجه کې د پنجشنبې پر ورځ د درېیو نړیوالو یوه ورځنیو لوبو لړۍ دویمه لوبه کې لومړی ایرلنډ لوبه وکړه او افغانستان ته یې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

د ایرلنډ ۹ لوبغاړي سوځېدلي وو.

افغانستان ۴۶ اوور کې د ټولو لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۲۲۰ منډې تر لاسه کړې.

جاوید احمدي او احسان الله د افغانستان له لوري لوبه پیل کړه. افغانستان د لوبې پیل سوکه او له احتیاطه ډک و. په لومړیو شپږو اوورنو کې ایله ۲۵ منډې جوړې شوې. ۱۱ اوور کې احسان الله جنت د ۲۰ منډو له جوړولو وروسته لومړۍ وېکټه له لاسه ورکړه.

جاوید احمدي بیا داسې حال کې خپله وېکټه له لاسه ورکړه، چې نیمه سلیزې ته یې ایله دوې منډې پاتې وې.

د انځور حقوق Getty Images

لوبډلمشر اصغر ستانکزی پر ۲۳ توپونو د ۱۲ منډو له جوړولو وروسته کیچ اوټ وسوځېد. شفیق الله شفق بیا له کومې منډې جوړولو پرته وسوځېد. د نوموړي پر ځای د ون ډاون پوزېشن لپاره ۲۴ کلن رحمت شاه زرمتی راغی.

نوموړی د ۳۲ منډو له جوړولو وروسته د این جي او براین له لوري له میدانه بهر شو. محمد نبي د ۲۹ منډو له سوځېدو وروسته وسوځېد او له هغه وروسته افغان لوبغاړي و نه توانېدل فشار له ځانه لرې کړي او یو په بل پسې له میدانه بهر شول.

په نننۍ لوبه کې د ایرلنډ له لوري خورا ښه ډګر ساتنه ولیدل شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ایرلنډ ټیم مورتاغ د خپلې لوبډلې له لوري لومړني اوورنو کې توپ اچوونه وکړه

د دواړو لوبډلو تر منځ به درېیمه او وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه د دسمبر پر ۱۰ د یکشنبې پر ورځ کېږي. د دغې لړۍ لومړۍ لوبه د دسمبر پر پنځمه نېټه افغانستان د ۱۳۸ منډو په توپیر ګټلې وه.

په هغه سيالۍ کې تجربه لرونکې افغان لوبغاړي لکه اصغر ستانکزی او محمد نبي ښه و نه ځلېدل، خو برعکس ناصر جمال او رحمت شاه ښه لوبه وکړه او په ترتيب سره يې ۵۳ او ۵۰ منډې جوړې کړې.