شاته

"معلوله يم خو له چا کمه نه"

Image caption سايره له زېږېدو راهيسې په پښو شله ده

" کله مې چې له ټاکنو وروسته په ضلعي کونسل (د ولسوالۍ شورا) کې د نارينه و تر مینځ سوګند پورته کاوۀ، ځان مې ډیر باتوره احساساوه او فکر مې کاوۀ چې معلوله هم کولاى شي د ولس پرمختګ لپاره کار وکړي."

دا څرگندونې د ٢٧ کلنې سايره شمس القمر دي چې په پښو معلوله ده خو دې خپل معلوليت د ځان کمى نه دى بللى او له اوږدې مودې راهیسې د ښځو او معلولولينو حقونو لپاره هلې ځلې کوې.

سايره د خیبر پښتونخوا د کوز دیر سيمې اوسېدونکې او د ځایي کونسل يا شورا فعاله غړې ده. هغې په ٢٠١٥ م کال کې سيمه ييزې ټاکنې وگټلې.

سايره په یوه ځانګړې مرکه کې بي بي سي ته وویل له زېږېدو راهيسې په پښو شله ده. هغه وايي په لومړيو کې يې په تلو راتلو او کار کولو کې ستونزي درلودې.

د هغې په وینا، ښوونځي کې راته معلومه شوه چې کلاس (ټولگى) مې په دویم چت کې دې او ورته ختل به راته ډېر ګران و، ځکه نورو زده کوونکو به راته په عجب نظر کتل. خو سايرې د هغې په خپله وينا "ځان هرې ستونزې ته چمتو کړى و".

هغه زیاتوي خپلې ترور مې راسره ملا تړ کاوۀ او ښوونځي ته به یې بوتلم، لسم ټولګى مې بشپړ کړ او کالج کې مې داخله واخيسته.

سايره وايي "تر دې چې په کور کېنم او خپل نور ژوند په دغه فکر تېر کړم چې معلوله یم، د هېڅ کار نه یم نو زړه مې غټ کړ او لیک لوست ته مې زور ورکړ".

د سايرې کورنۍ يې ملاتړ کاوۀ، نوموړې لوړو زده کړو لپاره عبدالولي خان پوهنتون ته لاړه. د سايرې پر شونډو مسکا خپره شوه او را ته يې وويل " ټولنپوهنه کې مې ډېګري واخيسته."

نوموړې په ٢٠١١ م کال کې د خپل پلار له مرګ نه پس شاعرۍ ته مخه کړه او یو کتاب یې هم چاپ شوى دى چې زیاته برخه یې هغو ستونزو ته ځانگړې ده چې نوموړې د خپل پلار له مرګه وروسته ورسره مخامخ شوې.

سايره یوه ځوانه سیاستواله هم ده او نن سبا په دير ضلع کې د پاکستان تحریک انصاف گوند د ښخو څانګې مشره ده.

Image caption د پښتونخواه ايالتي حکومت سايرې ته د "هنر حوا" جایزه هم ورکړه.

د سياسي هلو ځلو په اړه هغه وایې د سیاست موخه یې د ښځو او معلولينو حقونو لپاره کار دى او دغې موخې لپاره ډیره مبارزه کوې.

په ٢٠١٦ م کال کې د ښځو له حقونو د دفاع لپاره د پښتونخواه ايالتي حکومت سايرې ته د "هنر حوا" جایزه هم ورکړه.

خیبر پښتونخوا: له ښځو سره د زور زیاتي مخنیوي لومړنی قانون او ناندرۍ

خیبر پښتونخوا کې ۱۶ کلنه نجلۍ کلي کې نیمه بربنډه ګرځول شوې

"زه که دا وارې ویده شوم"

سايره سيمه ييزې ادارې یا لوکل ګورنمنټ د ښځو سیاست لپاره مهم ګڼې او وایې دغه ځایي کونسلونه ښځو ته دا وړتيا ورکوي چې ولس پرمختگ لپاره د نارينه و تر څنګ غږ پورته کړې خو د هغې په وينا " اوس هم حکومت له ډیر ګامونه پورته کول پکار دې."

د څلور خویندو او دوو ورونو دغه خور وایې حکومت دې صوبائې اسمبلۍ (ايالتي پارلمان" کې معلولينو ته لپاره پينځه فیصده چوکۍ يا سيټونه ځانګړي چې د دوى پر وړاندې هم د سیاست دروازې پرانیستل شي.