BBC
 شاته

د داوینچي ۴۵۰ میلیون ډالري اثر د ابو ظبۍ لوور موزیم پر لور

نقاشي د انځور حقوق CHRISTIE'S
Image caption دا اثر د لوی ایټالیایي استاد یوازېنی اثر دی چې د یوه خصوصي کلکسیون برخه دی.

ګومان کېږي چې د حضرت عیسی (ع) د څېرې دا نقاشي به د لیوناردو داوینچي اثر وي. دا اثر کابو ۵۰۰ کاله لرغونی دی او په پام کې ده چې د ابو ظبۍ لوور موزیم ته ولېږدول شي.

لوور موزیم نوی پرانیستل شوی او دا خبر یې په خپل ټوېټر کې اعلان کړی، خو په ځانګړې توګه یې نه دي ویلي چې ایا په خپله یې دا اثر د روانې میاشتې په بولۍ (داوطلبي) کې اخیستی یا نه.

ځینې داسې خبرونه هم شته چې دا اثر د سعودي عربستان کوم شهزاده اخیستی.

دا اثر چې "سالواتور موندي" نومېږي، په دې وروستیو کې د نیویارک په کرېسټیني بولۍ کې په ۴۵۰ میلیون ډالره خرڅ شو، چې یو رېکارډ و.

د یوه هنري اثر لپاره دا تر ټولو لوړه بیه ده چې تر اوسه په بولۍ کې ورکړل شوې.

دا نقاشي ۲۰ دقیقې وروسته د بولۍ له پیل نه پر هغه اخیستونکي خرڅه شوه چې شرکت ته یې زنګ وهلی و.

د 'داوینچي اثر' په ۴۵۰ میلیون ډالر وپلورل شو

د لندن مشهور مادام تساو موزیم اوس ډیلي کې

له اندونیزیایي موزیم د اډولف هېټلر مجسمه لېرې کړای شوه

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوې رپورټ کې ویلي، له اسنادو ښکاري چې دا اثر شهزاده بدر بن عبدالله بن محمد بن فرحان آل سعود اخیستی دی.

له لیوناردو داوینچي، چې په ۱۵۱۹ کې مړ شوی، تر ۲۰ کم اثار پاتې دي.

اټل کېږي چې سالواتور موندي به تر ۱۵۰۵ کال وروسته پنځول شوی وي. دا اثر د دې لوی ایټالیایي استاد یوازېنی اثر دی چې د یوه خصوصي کلکسیون برخه دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د نوموړي موزیم د جوړېدو پروژې ۱۰ کاله وخت ونیو، چې یو میلیارډ پونډه پرې ولګېدل.

د ابوظبۍ لوور موزیم تېره میاشت د عربستان په متحده اماراتو کې پرانیستل شو.

د نوموړي موزیم د جوړېدو پروژې ۱۰ کاله وخت ونیو، چې یو میلیارډ پونډه پرې ولګېدل.

دا موزیم ۶۰۰ دایمي هنري اثار او ۳۰۰ پور اثاره لري چې له فرانسې یې اخیستي دي. لوور موزیم د پور شویو اثارو او ځینو لارښوونو لپاره فرانسې ته سلګونه میلیونه ډالره ورکوي.