BBC
 شاته

پخواني جهادي مشر: که پارلماني ټاکنې ونه شي، کړکېچ به رامنځ ته شي

سیاف د انځور حقوق FB/ABDUL RAB RASUL SAYYAF
Image caption دغه پخواني جهادي مشر ټینګار کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې باید رڼې او بې پرې ترسره شي او د ټاکنو څارنې ته داسې میکانیزم جوړ شي چې د هېچا خوا ونه نیسي.

د افغانستان یوه پخواني نفوذ لرونکي جهادي مشر خبرداری ورکړی که راتلونکې پارلماني ټاکنې ونه شي یا له "درغلیو" سره ترسره شي، دا هېواد به خطرناک کړکېچ ته ورټېل وهل شي.

د اسلامي دعوت ګوند عبد رب الرسول سیاف وايي، د پنجشنبې په ورځ (لیندۍ ۱۶مه) ددغه ګوند غړو او مینه والو ته یوه وینا کې وویل، که څه هم په رسمي توګه د ټاکنو ترسره کېدل اعلان شوي، خو په حقیقت کې ددې کار لپاره هېڅ ډول چمتووالی نه دی نیول شوی.

ښاغلي سیاف زیاته کړه: "وضعیت په ډاګه کوي چې د ټاکنو لپاره چمتووالی نه دی نیول شوی، له بده مرغه هغه چمتووالی نه دی نیول شوی لکه څرنګه چې باید نیول شوی وای".

هغه خبرداری ورکړ، که ټاکنې ونه شي، هېواد به له "ډېرو خطرناکو لانجو" سره مخامخ شي.

د نوموړي په خبره، که ټاکنې ونه شي یا "د تېرو ټاکنو په څېر درغلي وشي" - چې څرګنده اشاره یې د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته وه- نو هېواد به له یوه "نوي کړکېچ" سره لاس او ګرېوان شي او پایلې به یې د ده په ټکو ډېرې خطرناکې وي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي

د سولې عالي شورا: کابل کې د طالبانو دفتر پرانیستلو ته چمتو یو

دغه پخواني جهادي مشر ټینګار کړی چې راتلونکې پارلماني ټاکنې باید رڼې او بې پرې ترسره شي او د ټاکنو څارنې ته داسې میکانیزم جوړ شي چې د هېچا خوا ونه نیسي.

د انځور حقوق IEC
Image caption د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۶مه د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو لپاره ټاکلې وه.

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون وړاندې د پارلماني او د ولسوالیو د ټاکنو لپاره د ۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۶ نېټه ټاکلې وه.

ددغه کمېسیون چارواکو ویلي، د رای اچونې مرکزونه او امنیتي لارښود له امنیتي بنسټونو سره شریک شوی، خو وړاندې یې ویلي وو چې د ټاکنو ترسره کېدو لپاره کافي مالي سرچینې نه لري.

په پام کې وه چې پارلماني ټاکنې په ۱۳۹۴ کال ترسره شي، خو د ځینو هغو لاملونو له کبله، چې په رسمي توګه اعلان نه شول، تر راتلونکې کاله دغه ټاکنې وځنډول شوې او په ۱۳۸۹ کال د پنځو کلونو لپاره ټاکل شوو استازو خپل کار ته څو کاله نور هم دوام ورکړ.

د ۱۳۸۲ کال د اساسي قانون د وړاندوېینې پربنسټ، د سیمه ییزو شوراګانو ټاکنې تر اوسه هېڅ ترسره شوې نه دي او په هېڅ کومه ولسوالۍ کې ټاکل شوې شورا نه شته.