BBC
 شاته

الوتنه چې وځنډېږي مسافرو ته ویل کېږي "دې کې به مو خیر و"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې هوايي شرکتونه

په افغانستان کې په دې وروستيو کې د هوايي خدمتونو په برخه کې دوه تازه پرمختګونه شوي. یو، له کابله تاشکند ته د الوتنو پېل او بل هم د افغانستان او اذربایجان ترمنځ د هوايي خدمتونو د هوکړې لاسليک کېدل دي.

خو د هوايي خدمتونو له پراختیا سره هم په دغه هېواد کې مسافر شکایت لري چې الوتنې يې یا ځنډېږي او یا لغو کېږي چې دوی له ستونزو سره مخ کوي. دوی وايي په الوتکه کې د مسافرو د پرواز حقونه په پام کې نه نیول کېږي.

د کندهار اوسېدونکي سيد سرور- چې غوښتل يې په الوتکه کې کابل ته لاړ شي- له سفره یوه ورځ مخکې د هوايي شرکت لخوا ورته وویل شول چې پرواز يې لغو شوی، خو د دوی الوتنه لغو شوې نه وه:

"پرواز مو کېنسل شوی نه و بلکې دوی زما ټېکټ په یو بل چا په لوړه بېه پلورلی و. خو چې کله يې دفتر ته ورغلم نو ما ته يې زما د ټېکټ پېسې هم مجرا نه کړې."

هوايي شرکت له سيد سرور نه د سفر د لغو کېدو له کبله بښنه هم ونه غوښتله بلکې ورته وویل شول چې دا پکې راځي او یوه عامه خبره ده.

اروپا ته د افغان الوتنو د بندیزونو ليرې کولو هڅې

افغان هوايي شرکتونه د ديوالي کېدو له خطر سره مخامخ دي

په زیاتره هېوادونو کې د مسافرو د الوتنې حقونو ته جدي پام کېږي او ډېر ځلې داسې شوي چې سورلیو د پرواز د ځنډېدو یا لغو کېدو له کبله د هوايي شرکتونو مسوولان محکمې ته کش کړي دي. خو په افغانستان کې د مسافرو د پرواز حقونو ته ډېر پام نه کېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په زیاتره هېوادونو کې د مسافرو د الوتنې حقونو ته جدي پام کېږي او ډېر ځلې داسې شوي چې سورلیو د پرواز د ځنډېدو یا لغو کېدو له کبله د هوايي شرکتونو مسوولان محکمې ته کش کړي دي

د یوه هوايي شرکت یو کارکوونکی وايي، د الوتنې د ځنډېدو پرمهال له مسافرو یوازې په دې ځان خلاصوي چې (په همدې کې به مو خیر وي).

ځينې چې له دې کبله شکایت کوي، چندان ځای نه نيسي. د مزار شریف یو اوسېدونکی خالد وايي، ډېر ځلې يې الوتنه ځنډول شوې ده:

"ډېر ځلې داسې شوي چې الوتنه مو ځنډېدلې. زه یو ځل اوه ساعته هم په تمه ورته پاتې شوی یم. کله وځنډېږي کله بيخي لغو شي. چې لغو شي نو ستونزې راته ډېرې کړي. د ټکټونو بيې هم لوړې دي، موږ ته يې خدمتونو د قناعت وړ نه دي."

په زیاتره هېوادونو کې هوايي شرکتونه اړه دي چې د الوتنې د ځنډېدو له کبله مسافر ته وراوښتی ټول تاوان ور او مجرا کړي، خو په افغانستان کې د هوايي شرکتونو ځينې کارکوونکي وايي، دلته خبره دغسې نه ده او نه څوک د مسافرو دې حق ته پام کوي. د سکای په نوم د هوايي شرکت یو کارکوونکی هارون خسرو وايي:

"په افغانستان کې دوی یوازې د خپل ټېکټ د پېسو د بېرته اخيستلو دعوه کولای شي. خو که دوی کومې مهمې غونډې یا کنفرانس ته روان وو او د الوتکې د ځنډېدو لامله تاوان ور رسېدلی وي، هغه ضرر یا د پرواز حقوق يې نه ورکول کېږي. یا د ټېکټ پېسې بېرته ورکول کېږي او یا په بله الوتنه کې ځای ورکول کېږي."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د یوه هوايي شرکت یو کارکوونکی وايي، د الوتنې د ځنډېدو پرمهال له مسافرو یوازې په دې ځان خلاصوي چې (په همدې کې به مو خیر وي).

د مسافرو یا سورلیو د شکایتونه او ستونزو څارل د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې دنده ده، خو چې مسافر شکایت ونه کړي، دا اداره يې ستونزو ته نه رسېږي او ډېر لږ شمېر مسافر په دې اړه غږ پورته کوي؛ ځکه چې زیاتره يې د یوه مسافر د پرواز له حقونو خبر نه دي.