BBC
 شاته

د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې نړیوال غبرګونونه

قدس د مسلمانانو له سپېڅلو ځایونو څخه دی د انځور حقوق .
Image caption قدس د مسلمانانو له سپېڅلو ځایونو څخه دی

د فلسطین مشر محمود عباس د بیت المقدس په اړه د امریکا د ولسمشر پرېکړه د نه منلو وبلله، ده په یوه وینا کې وویل، نور امریکا نه شي کولی د فلسطین په قضیه کې د منځګړي په توګه پاتې شي.

"دا خواشینوونکي او د نه منلو پرېکړه قصداً د سولې ټولې هڅې تالا کوي او دا په ډاګه کوي چې امریکا د سولې د ملاتړي په توګه چې په تېرو څو لسیزو کې یې دا رول لوبولی له لاسه ورکوي. دا پرېکړه اسرائیلو ته د نړیوالو پرېکړو د نه منلو په بدل کې سوغات ورکول دي، دا ګام هغو سخت دریځو ډلو ته ګټه رسوي چې زموږ په سیمه کې مذهبي جګړه رامنځته کول غواړي."

د اردن پاچا عبد الله وویل بیت المقدس په سیمه کې د ټیکاو تر ټولو مهم عنصر دی:

"فلسطین په سیمه کې تر ټولو مهمه مساله ده، د دوه دولتونو له رامنځته کولو پرته بله لار نه شته او بیت المقدس په سیمه کې ټیکاو بنسټ جوړوي."

دی وايي د امریکا ولسمشر ته مې پرون د امریکا د سفات د لېږدولو په اړه خپلې اندېښنې په ډاګه کړلې. نو په کار ده چې د فلسطینیانو او اسرائیل ترمنځ ژر د سولې هڅې ګړندۍ شي.

فلسطیني ډلې حماس ویلي امریکا په دې پرېکړې سره د جهنم دروازې پر خپل پرانیزي.

د ټرمپ د پرېکړې پروړاندې د عربانو او نړیوالو توند غبرګونونه

د بیت المقدس تاریخ په شلمه پيړۍ کې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ټرمپ رسماً بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنه وپېژاند

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتیریش د امریکا ددې پرېکړې په غبرګون وویل، د بیت المقدس ستونزه یوازې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو له لارې هوارېدای شي:

"له لومړۍ ورځې مې د یو اړخیزه ګامونو په وړاندې مخالفت کړی د ملګرو ملتونو د پرېکړو له مخې د بیت المقدس قضیه باید د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د خبرو له لارې هواره شي او په کار ده چې د دواړه لوریو مشروع اندېښنې په پام کې ونیول شي."

د اروپا د بهرنۍ کړنلارې مشرې فدریکا موګیریني خپله ژوره اندیښنې ښودلې، هغې ویلي د دواړه لوریو غوښتنې باید په پام کې ونیول شي.

د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تیریزا مې یوه ویاند ویلي له امریکا سره بیت المقدس ته د خپل سفارت په لېږدولو مخالفت لري او دا ګام له سولې سره مرسته نه کوي.

د انځور حقوق RPA
Image caption سعودي عربستان او مصر د ټرمپ دا ګام غندلی دی

مصر د امریکا دا پرېکړه رد کړې او د بهرنیو چارو وزارت یې ویلي دا پرېکړه دوی ته د منلو نه ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني د امریکا دا پرېکړه د مسلمانانو په وړاندې یوه بله دسیسه بللې. ده ویلي بیت المقدس ټولو مسلمانانو پورې اړه لري او فلسطین داسې ځای نه دی چې څوک دې هلته د خلکو د نظر او احساساتو په وړاندې ودریږي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د نوي پاڅون اشارې لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په دې کار سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو میثاق تر پښو لاندې کړ.

ده ویلي دا پرېکړه ایران ته د زغملو نه ده.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه رد کړې. دې ویلي جرمني ددې پرېکړې ملاتړ نه کوي او د بیت المقدس ستونزه د دوو دولتونو په رامنځ ته کېدو هوارېدای شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشر او د جاپان استازي ویلي، دغه شورا اوس د ټرمپ د پرېکړې په اړه بېړنۍ ناسته کوي.

د انځور حقوق KHAMENEI.IR
Image caption د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه اي ویلي، د ټرمپ دا پرېکړه د نوي پاڅون اشارې لري، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا په دې کار سره نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو میثاق تر پښو لاندې کړ.

عربي ټولنې هم د ټرمپ دا پرېکړه خطرناکه بللې او د سولې خبرو کې یې د امریکا راتلونکی رول مشکوک او ناباوري ګڼلی.

د لبنان پاچا میشل عون هم ویلي، د ټرمپ دا پرۍکړه د سولې بهیر ګډوډوي، خو د قطر د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د ټرمپ دغه پرېکړه د سولې د هڅو د اعدامولو په معنا ده.

اروپايي ټولنې هم د دواړو دولتونو د منحلېدو پر لور د سولې د خبرو پیلېدل غوښتي، چې وايي د لانجې د هواري لپاره باید قدس د دواړو دولتونو پلازمېنه شي.

چین او روسیې هم د ټرمپ د دغې پرېکړې له کبله په سیمه کې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه وېره ښودلې.