د چمن دروازه څلورمه ورځ هم تړلې وه
په بلوچستان کې د سرحدي ځواک چارواکي وايي، له افغان دولت سره يې د دوستۍ دروازې په هکله خبرې اترې روانې دي، خو یاده دروازه نن څلورمه ورځ لاهم تړلې ده.
پاکستاني چارواکي تور پورې کوي، چې پر دغه دروازه د افغانستان غاړې ته د اګست پر ۱۷مه نېټه ځينو کسانو د پاکستان ضد احتجاج کړی و او په دغه احتجاج کې يې د پاکستان بيرغ ته اور ورته کړی و، چې پر ضد يې پاکستان د دوستۍ دروازه په همغه ورځ وتړله.
اوس پاکستاني چارواکي وايي، تر هغه چې د بیا لپاره د دغه ډول پېښو مخه نه وي نیول شوې، دوی به دا دروازه خلاصه نه کړي.
تردې وړاندې د چمن په سلګونو کسانو د هندي لومړي وزیر نریندرا مودي د هغه بیان پر ضد په چمن کې له دوستۍ دروازې سره څېرمه احتجاج کړی و، چې په کې نریندر مودي د بلوچستان او ګلګت او کشمیر له وګړیو مننه کړې وه.
ښاغلي مودي ویلي وو، اوس وخت راغلی چې پاکستان په بلوچستان، کشمیر او ګلګت کې د خپلو کړیو ظلمونو حساب ورکړي.
د چمن سیمې د تجارانو یوه مشر محمد صادق اڅکزي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، له څلورو ورځو راهیسې د دوستۍ دروازې دواړو غاړو ته ګڼ شمېر لويې لارۍ او کانټنرونه بند پاتې دي او د دوی سوداګري په ټپه درېدلې ده.
د صادق په خبره نه یواځې د چمن سوداګر بلکې د دغې دروازې هاغاړې ته د افغان سوداګرو کاروبار هم وچ ولاړ دی. صادق د سوداګرانو په نمايندګۍ د دواړو هېوادونو له واکمنو د دغې ستونزې د هواري غوښتنه کوي.
د صاحب جان په نامه د چمن يوه اوسېدونکي بیا له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، پر دوستۍ دروازې د خلکو د تګ راتګ د بندېدو له امله په زرګونو انسانان متاثره شوي، چې ډېری يې هغه افغان ناروغان دي، چې د درملنې په موخه کوټه ته ځي.
بلې خواته په کوټه کې د پاکستاني ملېشو يوه چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، بي بي سي ته وویل، د دواړو هېوادونو د پوله ساتونکو چارواکو ترمنځ یکشنبه (۲۱ اګست) دويمه ورځ هم خبرې اترې روانې دي او هیله يې څرګنده کړه، چې ډېر ژر به دا ستونزه هواره او د دوستۍ دروازه خلاصه کړل شي.
تردې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډيورنډ کرښه تورخم دروازه هم په دې وروستیو کې نښتې شوې، چې له امله يې د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکي ترینګلي شوي دي.