BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو ۱۵ ورځ: د بريتانیا غوره فعاليت

Image copyright Reuters
Image caption چين د اولمپيک سياليو پر ۱۵ ورځ د سرو زرو څلور مډالونه وګټل

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو په ۱۵ ورځ د بريتانيا محمد فرح دوه د سرو زرو مډالو وګټل.

نوموړي د لندن اولمپيک سياليو په څېر د ۵ زره او ۱۰ زره متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاته او په دې ډول دی د اولمپيک په تاريخ کې دوهم کس دی چې د دغه واټن ځغاستو کې پرلپسې دوه ځله د سرو زرو مډالونه ګټي.

محمد فرح بي بي سي ته وويل "له ۱۰ زره متره ځغاستې وروسته مې پښې ستړې شوې، زه نه پوهېږم چې څنګه بېرته ښې شوې".

نوموړي زياته کړه "په ماشومتوب کې مې يوزاې د يوه مډال ګټلو هيله لرله- دا يو اوږد سفر و، که چېرې تاسو يو څه ترلاسه کول غواړی، حوصله يې بايد ولري، کوښښ او هڅه وکړی هرومرو به يې ترلاسه کولی شی".

د مډالونو په جدول کې امريکا لومړی، بريتانيا دويم او چين درېيم ځای خپل کړی دی. دا له ۱۹۰۸ کال راهيسې په اولمپيک سياليو کې د بريتانيا ښې لاسته راوړنې بلل کېږي.

Image copyright Getty Images
Image caption محمد فرح د بريتانيا لپاره دوه د سرو زرو مډالونه وګټل

د محمد فرح د سرو زرو مډال له ګټلو وروسته بريتانيا د لندن اولمپیک سياليو سره د خپلو مډالونو شمېر برابر کړ. د ۲۰۱۲ کال اولمپیک سیاليو کې بريتانيا ټول ۶۵ مډالونه ګټلي وو.

بلخوا امريکا د لندن اولمپيک سياليو کې ۱۰۴ مډالونه ګټلي وو، چې په هغو کې ۴۶ د سرو زرو وو. د رويو اولمپیک سياليو تر ۱۵ ورځې امریکا ۴۳ د سرو زرو مډالونو په ګټلو سره ټول ۱۱۶ مډالونه خپل کړي دي.

امريکا د ښځينه وو او نارينه وو د ۴x۴۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډالونه وګټل، همدا ډول دوی په پرلپسې ډول د هاکي سياليو کې هم د سرو زرو شپږم مډال ترلاسه کړ.

د اذربايجان رازق عيس د ټيکوانډو ۸۰ کيلوګرامه وزن سياليو کې د سرو زور مډال ترلاسه کړ.

Image copyright AP
Image caption امريکا د ښځينه وو او نارينه وو د ۴x۴۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډالونه وګټل

د جنوبي افريقا کاسټر سيمينيا د ښځينه وو د ۸۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه.

د فوټبال سياليو کې برازيل لوبډلې جرمني ته د پينلټو په پړاو کې ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګاټه.

چين د سياليو پر ۱۵ مه ورځ څلور د سرو زرو مډالونه وګټل - د ښځينه وو واليبال سياليو کې چين سربيا ته ماته ورکړه د سرو زرو مډال يې وګاټه.

د ۶۷ کيلوګرام وزن سياليو کې د دغه هېواد ژنګ شوین د سرو زرو مډال ګټلو سربېره چين لوبنګ هم په بډمېنټن سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

Image copyright AP
Image caption د ماليزيا لي چونګ په پرلپسې ډول په درېيم ځل د بډمېنټن په پايلوبه کې ماته وخوړه

د ماليزيا لي چونګ په پرلپسې ډول په درېيم ځل د بډمېنټن په پايلوبه کې ماته وخوړه او د سپينو زرو مډال بسياينه وکړه.

د جمناسټک په سياليو کې د روسيې مارګريټا مامون د سرو زرو مډال وګاټه.

د اولمپيک د سياليو پر ۱۶ مه ورځ به د سرو زرو د ۸ مډالونه لپاره سيالۍ ترسره کېږي چې په هغو کې ځغاسته، باسکټبال، سوک وهنه، بايسکل ځغلونه، هنډبال، جمناسټک، واليبال او غېږي نيولو سيالۍ شاملې دي.

Image copyright Getty Images