BBC
 شاته

ترکیه کې د واده مراسمو کې 'ځانمرګي برید' لسګونه کسان وژلي

Image copyright AFP

د ترکیې په عینتاب ښار کې د واده مراسمو سره نژدې چاودنه څو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ترکیې دولتي چارواکي وایي؛ دا ځانمرګی "ترهګریز" برید دی چې احتمال لري د اسلامي دولت (داعش) ډلې کار وي.

د عینتاب والي ویلي؛ په دې چاودنه کې ۳۰ کسان وژل شوي او ۹۴ نور ټپیان دي.

ترکیه کې د بي بي سي فارسي خبریال نفیسه کوهنور په خپل راپور کې د امنیتي چارواکو په حواله ویلي، واده د کردانو قوم مخورې کورنۍ و او تر ډېره وژل شوي کسان هم د همدې کورنۍ دي.

لا د چاودنې عاملان څرګند نه دي، خو وړاندې د ترکیې په سرحدي ښارونو کې د داعش د فعالیت په اړه ډېر راپورونه خپاره شوي او امنیتي چارواکي ددې چاودنې ترشا هم د دغې ډلې احتمالي شتون خبره کوي.

د عینتاب ښار سوریې سره د ترکیې تر پولې نژدې ۶۰ کیلیومتره واټن لري.

په مې میاشت کې هم یوه ځانمرګي برید په همدې ښار کې دوه پولیس وژلي و.

د ترکیې پارلمان او د حاکم عدالت او پراختیا ګوند غړي محمد اردوغان ویلي، لومړني معلومات ښيي چې ماین چاودلی دی.

د عینتاب والي علي یرلي قایا د ترکیې اناتولي خبري اژانس ته ویلي، دغه "ترهګریز برید" د آق دره کې ددې ښار په شاهین بي سیمه کې رامنځته شوی دی.

په تېره یوه کال کې د ترکیې سوېلي سیمې کې څو ځلې خونړۍ چاودنې شوې دي چې یا کُرد وسله والو او یا هم اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې ته منسوب شوي دي.

د شنبې په ورځ د ترکیې دولت ویلي و چې د سوریې جګړې په پایته رسېدو کې اغیزمن رول لوبولو ته مخه کړي.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدیریم ویلي، بشار الاسد کولی شي چې د سوریې انتقالي دولت په تشکیل کې نقش ولري، خو په عین حال کې به هغه د سوریې په راتلونکې کې ځای ونه لري.

ښاغلي ییلدیریم د شنبې په ورځ وویل، ترکیه نه پرېږدي چې سوریه "د قومی پولو" ترمنځ ووېشل شي.

ترکیه د سوریې په جګړه کې چې اوسمهال یې پنځم کال روان دی، د بشار الاسد حکومت د مخالفینو له عمده ملاتړو دی.

د سوریې په شمال کې چې د عینتاب په ګاونډ کې پروت دی، د کُردي ځواکونو او داعش ترمنځ سخته جګړه روانه ده.

د کردانو په مشرۍ ځواکونه یو نیم کال مخکې تر میاشتو میاشتو سختو جګړو وروسته وتوانېدل د کوباني سرحدي ښار له داعش ډلې بېرته ونیسي.