BBC
 شاته

افغان چارواکي وايي د "خان اباد ولسوالۍ يې بېرته له طالبانو نيولې"

Image copyright AFP
Image caption پوليس وايي د خان اباد ولسوالۍ مرکز، د ښار چوک او د امنيه قومندانی ودانۍ بېرته د دوی لاس ته لوېدلې

د افغانستان په شمال ختيځ کې دولتي چارواکي وايي چې د کندوز ښار په سوېل ختيځ کې يې د خان اباد والسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته نيولې ده.

د کندوز د والي اسدالله عمرخېل په وينا دغه ولسوالۍ يې له طالبانو نيولې او سيمې ته نوي راغلي ځواکونه به اوس د هغه سړک د پرانیستلو ته پام وکړي چې د دغه ولايت مرکز له ولسواليو سره نښلوي.

پوليس وايي د دغه ولسوالۍ مرکز، د ښار چوک او د امنيه قومندانی ودانۍ بېرته د دوی لاس ته لوېدلې ده.

خان اباد ولسوالۍ له څو ورځو جګړو او کلابندۍ وروسته نن سهار وسله والو طالبانو نيولې وه.

د پوليسو په وينا په جګړه کې وسله والو طالبانو ته ډېر زيان اوښتی خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پوليسو د ۸۰۸ سپین زر زون قومندان شير عزيز کامه وال وايي، په سیمه کې ځینو هغو نا مسؤولو وسله والو سیمې ته د طالبانو د ننوتلو لپاره زمینه برابره کړې، چې ظاهراً د دولتي ځواکونو ترڅنګ د طالبانو پر ضد جنګېږي.

Image copyright .
Image caption د لوی درستيز مرستيال مراد علي له کابله کندوز ولايت ته تللی دی

دی وايي، دغه ځواکونه پخپلو کې شخصي سیالۍ پالي، چې په لړ کې یې پر خان اباد ولسوالۍ وسله وال طالبان واکمن شول.

خو د خان اباد ولسوال حیات الله امیري بي بي سي ته وویل، له مرکز او تخاره یې څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، خو غوښتنه یې جدي ونه ګڼل شوه او د ځواکونو د کمښت له کبله ولسوالۍ سقوط وکړ:

"موږ څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، له تخار او کندوز نه هېچا مرسته راسره ونه کړه، بالاخره ولسوالۍ مو له لاسه ووتله. سیمه ییزو پاڅونوالو هم همکاري ونه کړه".

خان اباد د تخار کندوز پر لویه لار پرته ولسوالي ده، که طالبان پر خان اباد ولکه ټینګه کړي، د تخار او بدخشان لویه لار په خپله ولکه کې راوستلی شي.

د تېر ۲۰۱۵ کال سپتمبر په وروستیو کې وسله والو طالبان د کندوز ښار ځینو برخو ته ننوتل او بیا وروسته یې له درنې جګړې وروسته د لنډ وخت لپاره ښار ونیو.

Image copyright .

افغان امنیتي چارواکو ویلي وو، طالبانو پر کندوز ښار له شاوخوا لسو خواوو هم مهاله بریدونه کړي وو.

کندوز د افغانستان په شمال کې نسبتاً نارامه ولایت دی. د ۲۰۱۵ کال سپتمبر پر لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګريووژل.

او د ۲۰۱۵ کال اګست کې د منځنۍ اسیا لپاره د جندالله مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په دې ولایت کې ووژلشو.