BBC
 شاته

م.م: افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک دی

Image copyright AFP
Image caption ګاونډي پاکستان کې پر افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي چې ګڼ افغانان بېرته خپل هېواد ته راستانه شوي

ملګرو ملتونو د بشرپالنې د نړیوالې ورځې په تړاو خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې بشري وضعیت خطرناک او کړکېچن دی او بېړنیو مرستو ته اړتیا مخ پر زیاتېدو ده.

د دغه وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو یو لوړپوړی چارواکی، راشد خالقوف چې د منځني ختیځ او منځنۍ اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی مرستیال دی، کابل ته ورغلی او په ځانګړې توګه یې له کورنیو بېځایه شویو وګړو سره د چټکو مرستو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د روانې جګړې تر ټولو لوی زیان ولسي وګړو ته ور اوړي. د ملګرو ملتونو په وینا، په دې هېواد کې کابو ۶ نیم ملیونه وګړي په یو نه یو ډول له جګړې زیانمن شوي دي.

یوازې په روان ۲۰۱۶ کال کې د جګړې له امله کابو دوه لکه کسان له خپلو سیمو بې ځایه شوي دي. په دې کچه د وګړو بې ځایه کېدل هم افغان حکومت او هم پر نړیوالې ټولنې ته ستونزې پیدا کوي.

تر پنځو کلونو د کم عمر ماشومان په نړۍ کې تر ټولو ډېر په افغانستان کې مري. کابو درې ملیونه وګړي له خوارځواکۍ سره مخ دي.

په ورته وخت کې طبعي پېښې لکه سېلابونه، زلزلې، ځمک ښویېدنه او وچکالي هم هر کال کابو درې نیم لکه افغانانو ته زیان ور اړوي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ادارې مرستیال راشد خالیکوف وایي، د افغانستان دریمه برخه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، او دا حالت هر کال پسې دوام کوي.

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې سږ کال تر دې دمه ۵۱۶۶ کسان په روانه جګړه کې وژل شوي دي. دا شمېر له ۲۰۰۹ کال را په دې خوا تر ټولو دېر ډي دی، او د وژل شویو کسانو دریمه برخه ماشومان دي. ۲۰۰۹ کال راهیسې د ټولو ملکي قربانیانو شمېر کابو ۶۴ زرو ته رسېږي.

د اسلامي همکاریو د ټولنې مرستیال هشام یوسف هم مني چې په افغانستان کې روانه جګړه ولسي وګړو لپاره پر یوه لوی ناورین بدله شوې ده، او یاده ټولنه هڅه کوي چې دې ستونزې ته د حل مناسبه لار ومومي.

Image copyright AFP
Image caption اوسمهال نړیوالې مرستې له افغانستان سره همدومره مرسته کوي چې خپل سر له اوبو د باندې وساتي.

دی زیاتوي چې باید په افغانستان کې د روان بشري ناورین په اړه د نړیوالو پوهاوی ډېری شي، او د دې ټولنې غړي هېوادونه باید لا ډېرو مرستو ته ملا وتړي.

چارواکي وایي، د روان ناورین د مخنیوي لپاره نه یوازې دا چې باید مالي مرستې ډېرې شي، بلکې پر اوږدمهاله پلانونو کار وشي.

تر ۲۰۰ زرو ډېر بې ځایه شوي

افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازولۍ مرستیال مارک باوډن له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې د بشري وضعیت له ترینګلتیا خبرې وکړې:

Image copyright AFP
Image caption مارک باوډن: ''روانې مرستې نشي کولی دغه هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ پرلور بوځي.''

د ډېرو نورو هېوادونو د بشري وضعیت په پرتله، دلته حالت ډېر ترینګلی دی. موږ په کور دننه د بې ځایه شوو خلکو د ډېرېدو شاهد یو او اوس افغانستان تر یوه میلیون کورني بیځایه شوي کډوال لري. یوازې همدا سږ کال تر اوسه تر دوه سوه زرو ډېر خلک له خپلو کورونو پې ځایه شوي.

دا شمېرې د هغو هېوادونو په پرتله چې بشري مرستې تر لاسه کوي خورا لوړ دی، البته د سوریې په کچه نه خو له سوریې سره ډېر توپیر هم نه لري.

خلک په دې نشي پوهېږي چې دلته ستونزه څومره جدي ده، او یا به دا وي چې د افغانستان په هکله له خبرونو ستړي دي."

د دې پوښتنې په ځواب کې چې څه ته اړتیا شته چې افغانستان له دې وضعیته ووځي، ښاغلي باوډن وویل:

"بودیجه د ستونزې یوه برخه ده، خو په تګلارې او پروګرامونو کې هم باید بدلون رامنځته شي. اوسمهال افغانستان کې د نړیوالې ټولنې د مرستو موخه یوازې د لومړنیو مرستو فعال ساتل دي. موږ باید افغانستان کې د بشري ناورین رېښې له مینځه یوسو.

باید زیان اړوونکې خوارځواکي له مینځه یوسو ځکه چې اوسمهال د نړۍ په کچه افغانستان کې د خوارځواکو شمېر خورا لوړ دی. که غواړو چې له دغه وضعیته ووځو باید د اقتصاد بنسټیزې ستونزې آوارې کړو.

Image caption یوازې سږ کال تر اوسه تر دوه سوه زرو ډېر خلک له خپلو کورونو پې ځایه شوي

اوسمهال نړیوالې مرستې له افغانستان سره همدومره مرسته کوي چې خپل سر له اوبو د باندې وساتي. روانې مرستې نشي کولی دغه هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ پرلور بوځي.

په داسې یوه وضعیت کې دې ته اړتیا لرو چې تر ټولو بې وسې خلکو سره، یعنې بیځایه شوو او جګړه ځپلو خلکو سره خپلې بشري مرستې روانې وساتو."

Image copyright
Image caption اوس افغانستان تر یوه میلیون کورني بیځایه شوي کډوال لري
Image copyright
Image caption په کور د ننه بې ځایه شوي کډوال په ډېر ناوړه چاپېریال کې ژوند کوي