BBC
 شاته

د کندوز خان اباد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته 'لوېدلې'

Image copyright AFP
Image caption د تېر ۲۰۱۵ کال سپتمبر په وروستیو کې وسله والو طالبان د کندوز ښار ځینو برخو ته ننوتل او بیا وروسته یې له درنې جګړې وروسته د لنډ وخت لپاره ښار ونیو.

د افغانستان شمال ختیځ کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، له څو ورځنیو جګړو او کلابندۍ وروسته طالبانو د خان اباد ولسوالۍ ډېری برخې نیولې دي.

د خان اباد ولسوال حیات الله امیري کندوز کې د بي بي سي خبریال احمد یما ته وویل، دا مهال ولسوالۍ کې د طالبانو او حکومتي ځواکونو درنه جګړه روانه ده.

"موږ څو ځلې د مرستې غوښتنه وکړه، له تخار او کندوز نه هېچا مرسته راسره ونه کړه، بالاخره ولسوالۍ مو له لاسه ووتله. سیمه ییزو پاڅونوالو هم همکاري ونه کړه".

خان اباد د تخار کندوز پر لویه لار پرته ولسوالي ده، که طالبان پر خان اباد ولکه ټینګه کړي، د تخار او بدخشان لویه لار په خپله ولکه کې راوستلی شي.

له دې لارې تخار او بغلان ته هم ستونزه پیدا کولی شي، ځکه چې ګډه پوله ورسره لري او بدخشان ولایت ته د حکومت د ځمکنیو اکمالاتو مخه هم نیولی شي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د طالبانو یوه ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، جنګیالیو یې د شنبې په ګهیځ د کندوز پر خان اباد ولسوالۍ پراخ بریدونه کړي. مجاهد د خان اباد ولسوالۍ د بشپړ نیول کېدو خبره کوي، خو د کندوز سیمه ییز چارواکي ددغې ولسوالۍ د بشپړ سقوط خبر له تاییدولو په څنګ تېرېږي.

د نوموړي دا ادعا تر اوسه کومې حکومتي سرچینې نه ده تایید کړې، خو حکومتي او امنیتي چارواکي د خان اباد د سقوط د ضد او نقیض رپوټونو په اړه هم له ډېرو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.

د تېر ۲۰۱۵ کال سپتمبر په وروستیو کې وسله والو طالبان د کندوز ښار ځینو برخو ته ننوتل او بیا وروسته یې له درنې جګړې وروسته د لنډ وخت لپاره ښار ونیو.

افغان امنیتي چارواکو ویلي وو، طالبانو پر کندوز ښار له شاوخوا لسو خواوو هم مهاله بریدونه کړي وو.

کندوز د افغانستان په شمال کې نسبتاً نارامه ولایت دی. د ۲۰۱۵ کال سپتمبر پر لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې دوو نفوذي طالبانو خپل ۱۴ ملګري ووژل.

او د ۲۰۱۵ کال اګست کې د منځنۍ اسیا لپاره د جندالله مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذیفه مشهور و، په دې ولایت کې ووژل شو.

شنونکي وايي، په کندوز کې د سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او پخوانیو جهادي قومندانانو ترمنځ لانجو په دې ولایت کې د طالبانو ډېر فعالیت ته لاره هواره کړه.