BBC
 شاته

طلايي قفس

سعودي کې د يو بې سابقې فساد ضد بهير پر اړه ګونګوسي او خبرې لا اوس روانې دي، چې نژدې درې اوونۍ مخکې د دغه هېواد د ولي عهد شازاده محمد بن سلمان له لوري پيل شوی دی.

د دغه هېواد شاوخوا ۲۰۰ تر ټولو شتمن او خورا ځواکمن کسان لا تر اوس بند کې، خو زندان کې نه، او يو لوکس هوټل کې ساتل کېږي. د بي بي سي مشرې خبريالې ليز ډوسېټ ته ځانګړې اجازه ورکړل شوې، چې دې هوټل ته ورشي.