BBC
 شاته

جلال اباد ځانمرګی برید: ۸ کسان مړه او ۱۷ ټپیان دي

Image caption تر اوسه په برید کې د وژل شویو او ټبیانو هویت نه دی په ډاګه شوی

د ننګرهار په مرکزي ښار جلال اباد کې ځانمرگي بريد اته کسان وژلي او اوولس نور يې ټپيان کړي دي.

چاودنه د جلال آباد په لومړۍ ناحیه کې د ښېوې ولسوالۍ سیمه ییزو پولیسو د پخواني قومندان شیخ اکرم کور ته څېرمه شوې.

خو دا لا نه ده مالومه چې د ځانمرگي بريد موخه څوک و.

د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون مشر بي بي سي ته وويل تر اوسه اته جسدونه او ا١٧ ټپيان دغه روغتون ته ور وړل شوي دي.

په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شته.

ویل کیږي د ځانمرګي برید قربانیان ډېری هغه کسان دي چې له دندې د شیخ اکرم د ګوښه کېدو په غبرګون کې یې لاریون کړی و.

"د بشرضد جنګي جرمونو قربانیانو شکایت ته اسانتیاوې نه شته"

"د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوال مرستندویان افغانستان کې د ملیشې د جوړېدو مخالف دي"

لاریونوال له لاريون وروسته د شیخ اکرم کورته ته ورغلي وو او د بېرته راوتلو پر مهال پرې ځانمرګی برید شوی دی.

په ننګرهار کې د بی بي سي همکار ذبیح الله رحیمزی وايي، په برید کې شیخ اکرم ته زیان نه دی رسېدلی.