شاته

په افغانستان کې د جگړو دوام او د رواني ناروغۍ زیاتوالی

د جگړو او ناامنیو د دوام په نتیجه کې په افغانستان کې رواني ناروغۍ هم زیاتې شوي دي.

سهیلا هاشمي د تیرې میاشتې راهیسې چې په کابل کې د روښنایي غورځنگ پر مظاهره کوونکو باندې په انتحاري برید کې ٨٠ تنه ووژل شول، په مشکله بیدیږي.

سهیلا په دې خاطر چې خپل هزاره دوستان یې په دې "مظاهره کې د توپیر د پای ته رسیدو" لپاره هڅولي وو، اوس ځان گناهکاره گڼي چې ولی ددې پیښې نه ژوندۍ وتلې ده.

آغلې هاشمي د اسوشیتدپرس اژانس سره په خبرو کې مسلکي مرستې ته اړیتا په ډاگه کړې خو په افغانستان کې د رواني درملنې د پراخو مسلکي او ټولنیزو ستونزو له کبله وایي داسې مرستندویه نه پیژني چې ورته مراجعه وکړي.

ددې پیښې نه څو ورځې وروسته سهیلا پرته له کوم دلیله په غوسه کیدله او پخپله د هغې په وینا د شاوخوا کسانو سره سره یې شخړه کوله. د رواني درملنې د متخصص د موندلو سره سره سهیلا په دې باور ده چې ډاکتر ته په تللو سره چې پخپلو رواني ستونزو اعتراف وکړي ښایي یو شمیر خلک ووایي چې هغه "لیونۍ" ده.

د پولیتزر د بنسټ د موندنو له مخې په افغانستان کې د څلورو لسیزو جگړو او کړکیچ په وجه شاوخوا ۶۸ فیصده افغانان د یو ډول رواني ستونزې په ځانگړې توگه "له غمیزې وروسته رواني اختلال" نه رنځیږي. که څه هم چې په تیره یوه لیسزه کې په افغانستان کې د رواني ناروغیو ډاکترانو او روانشناسانو زده کړې کړې دي، خو له دې ویرې چې د "لیوني" خطاب ورته ونشي زیات شمیر ناروغان ډاکتر ته مراجعه نه کوي.

ددې رواني ناروغیو په وړاندې د درملنې عمده تگلاره د ستونزې بیان دی. له دې وجې سهیلا خپل یوه برخه احساسات په ټولنیزو رسنیو کې بیانوي.

د کابل پوهنتون د روانشناسۍ استاد خلیل الرحمان سروري وایي چې جگړه د انسانانو پر روح او روان، اعمالو او ژوند باندې له ټولو بد اثر لري. هغه وایي د خپلې څیړنې پر بنسټ شاوخوا ٧٥ فیصده افغانان د جگړو په وجه د رامنځ ته شویو رواني ستونزو نه ځوریږي.

په افغانستان کې ددې ستونزې سربیره، په زیاتو مواردو کې رواني ناروغان په عجیبه توگه معالجه کیږي. د مثال په توگه یو رواني ناروغ چې گمان کیږي "پیرانو نیولی" ملا ته بیایي او یا دا ډول ناروغان ورځې ورځې په زیارتونو کې په زنځیرونو تړي. [لکه په ننگرهار کې د میاعلي صاحب په زیارت کې ددې ډول ناروغانو تړل] د متخصصینو په باور په دې کار نه یواځې ناروغان نه جوړیږي، بلکه د هغه ستونزې او ناروغي نوره هم زیاتوي.

د ننگرهار په یو زیارت کې په زنځیر تړل شوی یو رواني ناروغ

د ننگرهار په یو زیارت کې په زنځیر تړل شوی یو رواني ناروغ

د افغانستان د روانشناسانو د ټولنې رئیسه فرشته قدیس د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي دي چې د هغو رواني مشاورینو اکثریت چې د مختلفو بنسټونو له لورې روزل شوي دي چې د افغانستان ٣۴ ولایتونو ته واستول شي، ولایتونو ته له تللو ډډه کوي او خپل مسلک یې خوشې کړی دی.

میرمن قدیس وایي چې په راتلونکې میاشت کې ۲۵۰ نوي مشاورین چې تازه یې زده کړې کړې دي د افغانستان په گوټ گوټ کې په ۲۰۰ کلینیکونو کې استخدامیږي چې، خو د دوی اکثریت به د معتادینو درملنه کوي.

د افغانستان ټولنیز او سنتي جوړښت هم د رواني درملنې د خدمتونو په وړاندې هم پیچلې ستونزې ایجاد کړي دي.

د کابل په دریمه کارته کې د رواني روغتیا د روغتون رئیس خطاب کاکر وایي روانشناسي په افغانستان کې تازه ده او که یو شخص ناروغ شي ډاکتر له تللو منع کیږي او د هغه پر ځای هڅول کیږي چې زیارت او ملا ته لاړ شي.

ښاغلی کارگر وایي اوس ورو ورو روان شناسي او د رواني ناروغیو درملنه په افغاني ټولنه کې خپله لاره مومي او وضعیت د بدلون په حال کې دی. هغه وایي ښځو ته د رواني تکلیفونو له اړخه ډیر خطر متوجه دی ځکه چې د توپیر، تاوتریخوالي او محدویتونو سره مخامخ دي او هغوی د رواني درملنۍ له خدمتونو څخه زیاتې برخمنې کیږي.