BBC
 شاته

بلوچستان: د تاوتریخوالي پېښو کې اووه کسان وژل شوي

Image caption پاکستاني امنیتي ځواکونو مرکزي ښار کوټې ته نژدې مستونګ سیمه کې همغږي چاڼیز عملیات کړي

د پاکستان بلوچستان ایالت په بېلو سیمو کې د ډزو پېښو کې اووه کسان وژل شوي دي.

بل لور ته پاکستاني امنیتي ځواکونو مرکزي ښار کوټې ته نژدې مستونګ سیمه کې همغږي چاڼیز عملیات کړي.

کوټه کې امنیتي چارواکي وايي دغو عملیاتو کې د ۹ افغانانو په ګډون ۲۷ کسان نیول شوي دي.

د بلوچستان اواران سیمه کې بیا ځايي چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د دریو کسانو مړي د هغو کورنیو ته سپارلي دي.

د وژل شویو کورنیو ته ویل شوي، چې دغه کسان اورپکي و او په دراسکي سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دي.

دغه درې کسان پېژندل شوي، چې د اواران بېلو سیمو اوسېدونکي وو.

خپلواکو سرچینو په متقابلو ډزو کې د دغو کسانو وژل کېده نه دي تایید کړي.

بلوچ نېشنل موومنټ نومي ګوند تور پورې کړی، چې وژل شوي کسان جبراً تری تم کړل شوي وو او وروسته وژل شوي دي.

هرنايي سیمه کې بیا درې نور کسان وژل شوي. دغه سیمه کې نامعلوم وسله وال یوه کور ته ننوتي او د کورنۍ څلور غړي یې په ډزو وژلي دي.

چارواکي وايي د پېښې په اړه یې څېړنې پیل کړې دي، خو لومړني معلومات ښيي، چې وژل شوي کسان بېلتون پالي وو، چې څه موده مخکې یې وسله پر ځمکه ایښې وه.