"د طالبانو او د افغانستان د سولې عالي شورا استازي پر سوله خبرې کوي"
ډیلي ټایمز:
پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي په پام کې ده چې د طالبانو او د افغانستان د سولې د عالي شورا استازي په یوه خلیجي هېواد کې غونډه وکړي.
ورځپاڼه وایي دا معلومات پرون هغه کس ورکړي چې دغې غونډې ته بلل شوی دی.
ورځپاڼه زیاتوي دغه غونډه د افغانستان د سولې څېړنیز مرکز له خوا- چې یو نا دولتي بنسټ دی- بلل شوې ده.
سرچینې ورځپاڼې ته ویلي په دغه غونډه کې به په قطر کې د طالبانو استازي هم برخه ولري.
وړاندې داسې رپوټونه و چې دا ډول غونډه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې جوړیږي، خو نا تایید شوو رپوټونو کې ویل شوي چې د دغه هېواد چارواکو د قطر په دفتر کې طالب استازو ته له ویزې ورکولو انکار کړی و.
د دې انکار علتونه دوه کیدای شي یو د قطر او متحده عربي اماراتو ترمنځ کړکیچن اړیکي او په کندهار کې په یوه ځانمرګي برید کې د متحده عربي اماراتو د سفیر په ګډون د دغه هېواد د ډیپلوماټانو وژل دي، چې د افغان چارواکو په وینا دا برید طالبانو کړی و.
ورځپاڼه زیاتوي چین هم د افغانستان د سولې په تړاو ډيپلوماټیکې هلې ځلې پراخې کړې او په همدې لړ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړی استازی ډینګ شي ژون پرون اسلام اباد ته لاړ او د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره یې وکتل.
ورځپاڼه د پوځ د وینا پاڼې په حواله رپوټ ورکوي چې په دې کتنه کې د سیمې د امنیتي وضعیتاو له ترهګرۍ سره پر جګړه خبرې وشوې.
فایننشل ایکسپرېس:
فایننشل ایکسپرېس خپرونه لیکي د افغان حکومت اجرایه مشر عبدالله د امریکا له مرستیال ولسمشر مایک پېنس سره لیدلي او دواړو کابل کې پر سیاسي چاپیرچل خبرې کړې دي.
خپرونه د سپینې ماڼۍ د وینا پاڼې په حواله لیکي چې په کتنه کې د امریکا مرستیال ولسمشر تینګار وکړ چې اړتیا ده کابل په دولتي ادارو کې د سمونونو چارې او سیاسي مشارکت ته دوام ورکړي او راتلونکو ټاکنو ته چمتو اوسي او دا هغه څه دي چې د ټیکاو لپاره اړین دي.
وینا پاڼه زیاتوي د امریکا مرستیال ولسمشر د افغان ځواکونو لاسته راوړنې او قربانۍ وستایلې.
ترکۍ انګلیسي ژبې ورځپاڼه انادول پوسټ لیکي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له افغان مرستیال ولسمشر عبد الرشید دوستم سره په انقره کې پرون وکتل. ورځپاڼه زیاتوي دوستم چې له تېرې مۍ میاشتې راهیسې په دغه هېواد و په پام کې ده چې په نږدې راتلونکي کې خپل هېواد ته ستون شي.
ورځپاڼه زیاتوي دغه کتنه د خبریالانو له حضور پرته ترسره شوه، خو دا چې په دغه غونډه کې د څه په اړه خبرې شوې ورځپاڼې په دې اړه وضاحت نه دی ورکړی. 38878637
ګارډین:
ګارډین ورځپاڼه لیکي د ایټالیا د مافیا مشر سالواټور ټوټو رینا چې په زندان کې د سرطان ناروغۍ له امله ومړ، په اولس کلنۍ د مرګ او وژنو لړۍ پیل کړې وه او دا هغه وخت و چې پلار یې ده ته وویل هغه تښتول شوی سوداګر له ستوني ونیسي او خفه یې کړي چې دوی تښتولی و.
هغه د عمر قید سزا تېروله، د رپوټونو له مخې هغه د څه باندې ۱۵۰ کسانو د وژلو امر کړی او د ډیرو کسانو د وژلو امر یې هغه وخت خپلو کسانو ته کړی و چې دی په زندان کې و.