BBC
 شاته

روسيه وايي حلب کې به د ۴۸ ساعتونو اوربند ملاتړ کوي

روسيه وايي د سوریې حلب کې به د ۴۸ ساعتونو اوربند ملاتړ کوي. ملګرو ملتونو په دې اړه د روسيې د چمتوالي هرکلی کړی، چې حلب کې به د بشري مرستو رسولو په موخه هلته روانه جګړه کې د ۴۸ ساعته اوربند ملاتړ کوي. مرستندويه ټولنې اټکل کوي، چې د سوريې لروبر لږترلږه پنځه ميليونه وګړي خوړو او طبي وسايلو ته بيړنۍ اړتيا لري.