BBC
 شاته

اتمې ښځې هم د جورج بوش پلار له خوا جنسي ځورونه افشا کړه

په دې انځور کې ژباړنه مېرمن د امریکا د پخواني ولسمشر ترڅنګ ولاړه ده د انځور حقوق Supplied
Image caption په دې انځور کې ژباړنه مېرمن د امریکا د پخواني ولسمشر ترڅنګ ولاړه ده

یوې ژباړنې له بي بي سي سره په مرکه کې په ۲۰۰۴ کال د خپلې یوې "ترخې" تجربې په اړه ویلي او دا یې افشا کړې چې په یاد کال د یوې ناستې پرمهال د امریکا د هغه ولسمشر جورج ایچ ډبلیو بوش دوه ځلې د هغې کوناټی کېمنډلی دی.

دغې ژباړنې چې نه غوښتل نوم یې په ډاګه شي، ویلي په دې وخت کې د جورج ډبلیو بوش د ولسمشرۍ د ولسمشرۍ د لومړي پړاو وروستۍ ورځې وې، اسپانیا کې د خوزه زاپاترو ګوند واک ته رسېدی و او دغه هېواد په ناڅاپي ډول خپل ټول پوځيان له عراقه ورغوښتي وو چې دې مسلې د سپینې ماڼۍ او د اسپانیايي دولت ترمنځ اړیکي ترینګلي کړي وو.

لکه څرنګه چې دغه ژباړنه وايي، په دې ورځو کې بوش (پلار) اسپانیا ته د ښکار لپاره تللی و او د اسپانیا د هغه وخت دفاع وزیر خوزه بونو مارټینز له خوا د بوش د اوسېدو ځای ته د ښکار دوه ټوپک له یوه پلاوي سره د ډالۍ په توګه وراستولي وو.

که څه هم دغې ښځې د یادې ناستې منځپانګه د "محرمیت" له کبله نه ده افشا کړې، خو رپوټونو کې ویل شوي چې د اسپانیا دفاع وزیر بوش ته ددغو ډالیو په استولو سره د مادرید او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د ښه والي هیله درلوده.

جنسي ځورونه څه ده؟

جنسي ځورونه؛ "یوازې نران دې په دې څوکۍ کیني"

لویه څارنوالي: د دوستم دوسیه محکمې ته وسپارل شوه

د انځور حقوق Courtesy of Corrigan Family/ Time Magazine
Image caption رازلین کاریګن (کیڼ لاس ته) په دې انځور کې له خپلې مور او ترڅنګ یې جورج بوش پلار په یوه یادګاري عکس کې ـ ۲۰۰۳

په دې کتنه کې د ژباړنې په وینا، د ناستې پای کې جورج بوش (پلار) ټینګار کاوه چې د یادګاري انځور اخیستو لپاره دغه ښځه دده ترڅنګ ودرېږي؛ چې دا کار ددغې ښځې لپاره په "دود" کې نه و:

"لومړی مې فکر کاوه چې په تېروتنه یې زما کوناټی کېمانډه، خو کله یې چې دویم ځل هم دا کار وکړ، پوه شوم چې قصداً دا کار کوي".

دا اتمه ښځه ده چې جورج بوش (پلار) په جنسي ځورونې تورنوي.

د افغانستان حکومتي ادارو کې جنسي ځورونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې انځور کې جورج بوش پلار له خپلې مېرمنې باربارا سره په ۲۰۰۴ کال کې هغه مهال اخیستل شوی، چې نوموړی په ویلچر کې نه ګرځېده