BBC
 شاته

پیسې د ازادۍ مقابل کې: سعودي کې د بندي شهزاده ګانو او سوداګرو شتمنۍ

شهزاده ولید بن طلال د انځور حقوق EP
Image caption د فوربز د رپوټ پربنسټ، د شهزاده ولید بن طلال شتمني ۱۶٫۵ میلیارد ډالر ښودل شوې

د بریتانیا ''ده فایننشل ټایمز'' ورځپاڼې ویلي، سعودي چارواکي اوس د هغو شهزاده ګانو او شتمنو د برخلیک په اړه بحث کوي، چې د ریاض ''ریټز کارلټون'' هوټل کې یې د فساد قضیې په تور ونیول.

اوس پر دې هم خبرې روانې دي، چې دغه کسان شتمنیو کې له خپلې ونډې د تېرېدو په مقابل کې خوشي کړي او که څنګه.

ورځپاڼه ''په خبرو د پوه'' کسانو له خولې وايي، دا خبرې د ځینو نیول شویو د برخلیک په اړه دي، چې په دې ډله کې شهزاده ولید بن طلال او دوه نور سوداګر ولید ابراهیم او بکر بن لادن هم دي.

سرچینې وايي، په ځینو حالاتو کې، چارواکي د تورنو کسانو د شتمنیو ۷۰ سلنې ونډې اخیستل غواړي، چې د چاڼ په حالت کې د ځینو شتمني ۳۰۰ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

دا مبلغ د سعودي لوی څارنوال له خوا د فساد قضیه کې تر اعلان شوي مبلغ سل میلیارد ډالر لوړ دی.

د "فساد" په تور د بن لادن ورور او میلیاردر سعودي شهزاده هم نیول شوي

سعودي شهزاده وايي هېواد به منځلاري اسلام ته ستون کړي

سرچینې زیاتوي، ځینې نیول شوي د خپلې ازادۍ مقابل کې د خپلو شتمنیو له ونډې تېرېدو ته چمتو شوي دي.

د بریتانیا 'ګارډین' ورځپاڼه وايي، که دا معامله وشي، نو د حکومت لاس ته به سلګونه میلیارد ډالر ولوېږي.

لاندې د نیول شویو شهزاده ګانو او سوداګرو لیست دی:

  • ولید بن طلال (سوداګر) ۱۶٫۵ میلیارد ډالر
  • محمد العمودي (سوداګر) ۱۲ میليارد ډالر
  • صالح كامل (سوداګر) ۳٫۷ میليارد ډالر
  • بكر بن لادن (سوداګر) د کورنۍ شتمني یې ۷ میلیارد ډالر ده
  • الوليد بن ابراهيم (سوداګر) ۲٫۳ میليارد ډالر
  • عمرو الدباغ (سوداګر) ۱٫۵ میليارد ډالر
  • ناصر الطيار (سوداګر) ۶۰۰ میليون ډالر
  • عادل الفقيه (سوداګر او د اقتصاد او پلان پخوانی وزیر) ۴۷۰ میليون ډالر
  • شهزاده متعب بن عبد الله (د ملي ګارد پخوانی وزیر) ۱۱۰ میلیون ډالر