BBC
 شاته

غني: د وارداتو ډېروالی افغانستان ته لوی خطر دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر دا هم وویل چې د ودانیو چارو کې که دولتي وي یا خصوصي څرنګوالی یې باید لوړ او بیه یې ټیټه شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وارداتو ډېروالی د افغانستان لپاره خورا لوی خطر وباله.

نوموړي کابل کې څلورم ښاري ملي کانفرانس ته وینا کې وویل، له دوه میلیارد ډېر خوراک توکي او له یو میلیارد ډېر ودانیز او نور مواد له بهر راوړل کېږي:

"دې یوه ته هم اړتیا نشته چې له بهر راوړل شي".

نوموړي وویل پر کورنیو پانګوالو غږ وکړ چې په دې برخه کې پانګونه وکړي:

"هره پروژه کې تاسو ته لومړیتوب درکوم، تاسو پانګونه وکړئ."

* 'دولتي ادارې باید افغاني تولیدات وکاروي'

* د کابل اوبه؛ نورې د څښاک نه دي

* افغانستان کې د څښاک تر نیمايي ډېرې اوبه ککړې دي

خو افغان سوداګر ناامني د خپلې پانګونې په مخ کې لوی خنډ بولي.

ولسمشر هم په خپلو ټاکنیزو هڅو کې ویل چې د سوداګرو او پانګوالو امنیت به خوندي کوي، مګر سوداګر یې په دې برخه کې پاتې بولي.

افغان ولسمشر دا هم وویل چې د ودانیو چارو کې که دولتي وي یا خصوصي څرنګوالی یې باید لوړ او بیه یې ټیټه شي.

"اوسنی وضعیت نه حکومت او نه ولس ته منظور دی."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني وايي، کابل کې د داسې بند جوړولو پلان لري چې له مخې به یې ټول کال سیند بهېږي.

افغان ولسمشر د اوبو پر مدیریت هم خبرې وکړې او ویې ویل چې له فکري اړخه د اوبو نه مدیرت په میراث ورپاتې دی:

"کابل کې بنسټیزه ستونزه د اوبو ده، د اوبو مدیرت لپاره درې کاله مطالعه شوې."

د هغه په خبره، ډېر ژر به کابل کې د داسې بند د پیلېدلو کار ووینئ چې د کابل د اوبو ستونزه به حل کړي او د پخوا به څېر به ټول کال کابل سیند کې اوبه روانې وي.

افغانستان کې ځینې شمېرې وايي، چې پنځه کاله وروسته به کابل کې د ځمکې لاندې اوبه نه وي.

په ورته مهال د افغانستان له ۷۰ سلنې ډېرې اوبه بهر ته ځي.

ولسمشر وخت ناوخت بهر ته د تلونکو اوبو د مدیریت ژمنې هم کوي.

په دې برخه کې یې پر کونړ سیند د بند جوړولو لپاره له چین سره تړون کړی او په فراه، نیمروز او هلمند کې هم د اوبو د مدیرت پروژې روانې دي.