BBC
 شاته

سعد الحریري له ''عربستان نه فرانسې ته تللی''

الحريري د انځور حقوق Reuters

د لبنان مستعفي لومړي وزیر سعد الحريري د کورنۍ اړوند ''المستقبل'' تلوېزیون ویلي، نوموړی له سعودي عربستان نه فرانسې ته په یوه الوتکه کې تللی دی.

په تېرو څو ورځو کې ښاغلي حریري دده په استعفا کې د سعودي عربستان د رول په اړه خبرې رد کړې وې. په پام کې ده نوموړی د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره وګوري.

الحریري پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي: "ګډې پرېکړې ته د رسېدو لپاره ویلی شم هغه خبرې چې ویل کېدل زه سعودي کې بند یم او له هېواده د وتلو اجازه نه راکول کېږي، دروغ دي. زه هوايي ډګر ته پر لار یم".

سعد الحریري د روانې نومبر میاشتې پر څلورمه په ناڅاپي ډول ریاض ته د سفر پرمهال خپله استعفا اعلان کړه، خو تر اوسه یې استعفا نه ده منل شوې.

په دې لړ کې، ریاض د جرمني برلین کې خپل استازی ورغوښتي دی.

عرب ټولنه د ایران د "لاسوهنې" په هکله بېړنۍ ناسته کوي

د رفیق حریري د مشکوکو وژونکو محاکمه پیل شوه

لبناني المستقبل تلوېزیون ویلي، حریري د ریاض له هوايي ډګره پخپله شخصي الوتکه کې له خپلې مېرمنې سره د پاریس لوبورجیه هوايي ډګر ته الوتی دی.

اټکل دی چې ښاغلی حریري به بیروت ته له ستنېدو وړاندې د عربي نړۍ چکر هم ووهي.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د چارشنبې په ورځ له الحریري او د هغه له کورنۍ نه پاریس ته د ورتګ غوښتنه کړې وه. نوموړي دا څرګندونې د سعودي له شهزاده ولیعهد محمد بن سلمان سره تر تیلېفوني خبرو وروسته کړې وې.

وړاندې، ماکرون اړ شوی و وضاحت ورکړي چې دا بلنه د سیاسي پناه د وړاندیز په معنا نه ده، بلکې راتلونکې څو ورځې به پاریس د حریري کوربه وي.

فرانسه، چې د لبنان پخوانی استعماروونکی و، د لبنان د ستونزې هواري لپاره د منځګړیتوب هڅه کوي.

د سعد حریري پلار او د لبنان پخوانی لومړی وزیر رفیق الحریري په ۲۰۰۵ کال بیروت کې یوې چاودنې وواژه.

د نوموړي وژلو کې لاهای کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ محکمه کې د لبنان حزب الله ډلې، چې د ایران ملاتړ ورسره دی، ځینې غړي محاکمه کېږي، خو حزب الله وايي د رفیق الحریري په وژنه کې یې لاس نه درلود.

رفیق حریري او ۲۱ نور کسان په ۲۰۰۵ په یوه لویه موټر بم چاودنه کې ووژل شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption سعودي پر ایران تور پورې کوي چې په سیمه کې ګډوډي جوړوي

په ۲۰۱۴ کال، هاګ محکمه کې د مصطفی بدرالدین، سلیم عیاش، حسین عنسي او اسعد صبرا محاکمه د هغوی په غیاب کې ترسره شوه.

سعد الحریري چې د لبنان او سعودي دواړو تابعیتونه لري، له سعودي عربستان سره ډېر نژدې اړیکي هم لري او په دغه هېواد کې ځینې ملکیتونه هم لري.