BBC
 شاته

له طالبانو سره جګړه کونکي سپي لپاره د برتانیا یو مهم مډال

Mali د انځور حقوق MOD
Image caption مالي د بلجیم د مالینوز ډوله سپیو له نسله دی او دا مهال اته کلن دی. مالي ۶۸ حیوان دی، چې دغه مډال ورکول کېږي.

هغه سپي ته چې افغان جګړه کې یې د برتانوي او افغان پوځیانو ژغورنه کې مرسته کړې د برتانیا له ډېرو مهمو مډالونو یو ورکول کېږي.

دغه سپي ته د ډیکین په نامه مډال ورکول کېږي، چې له ۱۹۴۳ کال راهیسې ځناورو ته د زړورتوب بدل کې ورکول کېږي.

مالي نومي دغه سپی ۲۰۱۲ کال کې د کابل هغې ودانۍ ته دوه ځله د چاودیدونکو توکو معلومولو لپاره ننوتی و، چې د وسله والو تر مخامخ برید لاندې وه.

مالي په هغه اته ساعته اوږده نښته کې سخت ټپي شوی و. د دغه سپي روزونکي ته هغه مهال د زړورتوب مډال ورکړل شوی و.

د مالي نوی روزونکی سرجوخه ډانیل هاټلې وايي، دغه سپی 'فوق العاده ' زړورتیا لري.

سر جوخه هاټلې د مالي په تړاو وايي: مالي هغې ودانۍ ته د هغه هدف د لټون لپاره ننوت، چې روزنه یې ورکړل شوې وه. دی وتوانېد پر مناسب وخت سخت خطر معلوم کړي او له همدې کبله برتانیايي پوځیان برلاسي شوي وو. مالي د لاسي بم چاودنه کې سخت ټپي شوی و، خو بیا یې هم کار بشپړ کړ. پر هغه ورځ یې چې څومره خدمت وکړ، له هغې روزنې هم ډېر و، چې ورکړل شوې وه ''

مالي د بلجیم د مالینوز ډوله سپیو له نسله دی او دا مهال اته کلن دی. مالي ۶۸ م حیوان دی، چې دغه مډال ورکول کېږي.

ویلا دیمیر پوتین د جاپانیانو سپی په ډالۍ ونه مانه

سپیان ولې دوستانه چلند لري؟

سپي په کارځایونو کې

افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د بمونو او چاودیدونکو توکو د کشف لپاره سپي کاروول. ځانګړیو ځواکونو هم په یرغلیزو بریدونو کې له سپیو نه په منظم ډول کار اخیست.