BBC
 شاته

د افغان او پاکستان ۱۹ کلنو پایلوبه به د چا په برخه شي؟

افغان لوبډله د انځور حقوق ACB
Image caption افغان لوبډله د پاکستان، اماراتو او نیپال په ماتولو پایلوبې ته رسېدلې.

افغان ۱۹ کلنه لوبډله د نیپال لوبډلې په ماتولو سره د آسیا کپ اتلولیو پایلوبې ته ووتله. افغان لوبډلې په ۱۰۴ منډو د نیپال ټول لوبغاړي وسوځول.

د افغانستان له خوا مجیب ځدراڼ شپږ او قیس احمد دوې ویکټې واخیستې. د رحمان الله ګربز۷۱ منډو او یوازې د درې لوبغاړو په سوځېدو افغانستان هدف پوره کړ.

دا د افغانستان لپاره تاریخي بری و، ځکه لومړی ځل دی چې افغانستان د دغه اتلولیو پایلوبې ته وتلی.

له دې مخکې درې ځله دا اتلولۍ شوې، چې لومړی ځل پاکستان او هند یو ځای پکې اتل شول، ځکه د دواړو تر منځ پایلوبه برابره پای ته ورسېده، دوه ځله نور بیا هند پکې اتل شوی.

خو دا ځل هند په لومړي پړاو کې د نیپال او بنګله دېش لخوا مات او له لوبو بهر شو.

افغانستان خپله لومړۍ لوبه له پاکستانه ګټلې، دویمه یې سری لانکا ته بایلوده، خو درېیمه یې له اماراتو په لوی توپیر وګټله.

''د افغان ۱۹ کلنو کرېکټ لوبډلې په مقابل کې د پاکستانۍ لوبډلې ماتې نه شم هضمولای''

کرېکټ: اسیا کپ کې افغانستان پاکستان ته "تاریخي" ماتې ورکړه

پاکستان په لومړیو کې کمزوری خو بېرته یې خپل مورال تر لاسه کړی.

د افغان لوبډلې روزونکي انډي مولز د پاکستان لوبډله پیاوړې بولي. مولز د نیپال له ماتولو وروسته د بي بي سي پښتو تلویزیون ته وویل:

''موږ خواري وکړه ځکه خو فاینل ته لاړو، هلته له پیاوړې پاکستانۍ لوبډلې سره مخ یوو. که همداسې لوبې ته دوام ورکړو، افغانستان ته به ویاړ ور په برخه کړو. ''

تګلاره او پلان

کرکټ د نورو لوبو په څېر د تخنیک او پیاوړتیا تر څنګ د کړنلارې او پلان لوبه ده.

لوبډلې د هرې لوبې لپاره باید هر اړخیز پلان ولري، د لوبغالي او پېچ حالت وڅاري، کوم بالر څه وخت وکاروي او د لومړۍ ټوپ اچولو یا منډې جوړولو په هکله باید مخکې له مخکې چمتو والی ولري.

لویې لوبډلې تل د خپل مخالف ټیم پخوانۍ لوبې څاري، د توپ وهوونکو تخنیکونه یې څاري، ویډیو ګانې یې ګوري او د هغوی د سوځولو، فیلډنګ او د لوبغاړو د مخکې او وروسته لوبېدو پلانونه جوړوي.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې خپلې پاکستانۍ سیالې لوبډلې ته په لوی توپیر ماته ورکړې، خو پاکستان له هغې ماتې ډېر څه زده کړي او له هغې وروسته یې خپلې درې واړه لوبې د اماراتو، سري لانکا او بنګله دېش په ماتولو ګټلې دي.

خو افغان روزونکي او لوبغاړي په دې اند دي چې دوی کولای شي دا لوبې وګټي. مرستیال روزونکی خالقداد نوري وایي دوی هېوادوالو سره ژمنه کړې چې له پاکستانه به پایلوبه ګټي.

Image caption روزونکی انډي مولز وایي، پاکستانۍ لوبډله پیاوړې ده.

دی زیاتوي:

''له هېواد والو سره مو ژمنه کړې چې فاینل به هم ګټو. که څه هم له پاکستان څخه مو یوه لوبه ګټلې، خو پاکستان تکړه ټیم دی، زموږ لوبغاړي به هڅه وکړي د روزونکي پلانونه تعقیب کړي ''

د تېر په څېر لوبه

پایلوبه د کولالامپور کینرارا لوبغالي کې کېږي. افغان لوبډلې خپلې تېرې درې واړه بریاوې په همدې لوبغالي تر لاسه کړې. تر څنګ یې په دې لوبغالي په تاریخ کې تر ټولو ډېرې منډې هم افغانستان کړې.

دوی په ۲۰۱۳ کې د ټایلنډ پر خلاف په ۵۰ اورونو کې ۴۲۱ منډې جوړې کړې.

په دې لوبغالي تر ټولو ښه توپ اچونه افغان لوبغاړي افتاب عالم کړې، نوموړي په ۲۰۱۱ کې د عمان ۸ لوبغاړي وسوځول او دا ریکارډ یې په خپل نامه کړ.

آیا افغانان به وکولای شي د تېر په څېر لوبې تکرار کړي او د لومړي ځل لپاره د ۱۹ کلنو دا لویه بریا ترلاسه کړي؟

افغان لوبډلمشر نوین الحق باور لري چې داسې کولی شي.

نوموړي له وطن والو د دعا غوښتنه کړې او وایي:

''دا د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې د دغو لوبو پایلوبې ته وتلی، هیله من یوو چې ویې ګټو. ''

پاکستان د دې اتلولۍ له هند سره په شریکه اتل پاتې شوی، خو دا چې د افغان لوبډلې څخه یې یوه ماته خوړلې، د دوی په مورال به مثبتې او منفي اغیزې ولري.

د انځور حقوق ABC
Image caption پاکستان سره لوبه کې مجیب ځدراڼ شپږ لوبغاړي سوځولي وو

ډیری وختونه په کریکټ کې یوه سخته ماته د مات شوي ټيم مورال ته د جادو کار ورکوي، پاکستان دا ثابته کړې چې له افغانستان څخه له ماتې وروسته دوی خپله لوبه بدله کړي او ځان یې پایلوبې ته رسولی.

که دروېش رسولي، نصار وحدت او رحمان الله ګربز د پاکستان لپاره د منډو لوی غر ودروي، نو سخته به وي چې پاکستاني منډې جوړوونکي دې په آسانۍ پرې وخېژي.

او ایا د افغان بالرانو نجیب ځدراڼ، نوین الحق، طارق ستانکزي او وفادار مومند جادو به بیا وچلېږي؟

دا او ورته پوښتنې به د یکشنبې په ورځ په پایلوبه کې ځواب شي.