شاته

محقیق: د حکومت د مشرانو د اختلاف نه حل، نظام نسکورولی شي

د افغانستان د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس عبدالله ترمنځ وروستیو اختلافاتو ته په اشارې وايي، د حکومت په مشرتابه کې د سیاسي اختلافاتو دوام به په افغانستان کې روان امنیتي او اقتصادي حالت څو برابره خراب کړي.

ښاغلي محقق، چې د جمعې په ورځ د 'کابل لپاره د ملګرو ملتونو د ورته والي یا موډل جوړونې دوهم کنفرانس' ته وینا کوله، د حکومت مشرانو ته خبرداری ورکړ، که روان اختلافات ختم نه کړي په افغانستان کې به سیاسي بحران رامنځ ته او اوسنی نظام به له سقوط سره مخ شي.

هغه د حکومت مشرانو ته په خطاب وویل " که دا وضعیت مو سم کړ خو ښه به وي او که نه یو شمیر کسانو ځینو نورو ته مشوره ورکړه، چې نه موږ کولی شو چې په یو اړخیزه توګه مخ په وړاندې لاړ شو او یا موږ په خپله یو کار کولی شو او چا ته اړتیا نه لرو، که دا مسائل پیل شول، نو ورسره سم به د سقوط پیل هم وي".

ښاغلي محقق د حکومت له مشرانو څخه وغوښتل، چې د ورولی لار ونیسي او سیاسي اختلافات پای ته ورسوي.

په همدې حال کې د افغانستان د سیاسي او جهادي ګوندونوعالي شورا هم د افغان حکومت له مشرانو څخه غوښتي، چې خپل اختلافات حل کړي.

د دغې شورا ویاند سید حامد ګیلاني د جمعې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال، له حکومت څخه وغوښتل چې په ټاکنیز نظام کې پر اصلاحاتو کار وکړي او د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو نېټه اعلان کړي.

ښاغلي ګیلاني د حکومت د مشرانو تر منځ اختلافاتو د ختمولو په برخه کې د جهادي او سیاسي ګوندونو د عالي شورا د منځګړيتوب یادونه وکړه او وې ویل "دوی منحیث د سپینږیري د دې وطن د بحران د ختمېدو لپاره قدم اوچت کړي او دې بحران ته خاتمه ورکړي، د دې پر ځای چې بیا یو خارجي ته اړ کیږو او هغه راشي نو د دې لپاره موږ ژمن یو چې دې حالت ته خاتمه ورکړو، دا مشران دې خپل مصلحتونه وپیژني او ګام اوچت کړي".

ارګ د دغو څرګندو په اړه د نظر له ورکولو ډډه وکړه خو ولسمشر غني ته یوې نږدې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل، د ټاکنیزو اصلاحاتو تقنیني فرمان چمتو شوی او راتلونکې اونۍ کې به کابینې ته وړاندې شي.

د ملي یووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د اختلافاتو په اړه دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر غني او اجرائیه رییس عبدالله د راپورته شویو سیاسي اختلافاتو د لرې کولو پر سر د چهار‌شنبې په ورځ په ارګ کې لیدنه وکړه او ټاکل شوې، چې په راتلونکې اونۍ کې بیا سره وویني.

د حکومت د مشرانو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو لړۍ وروسته له هغې پیل شوه، چې تیره اونۍ ښاغلي عبدالله په یوه غونډه کې پر ولسمشر غني کلکې نیوکې وکړې، هغه يې بې حوصلې وباله او د سیاسي موافقې په عملي کولو کې یې پر ناغیړۍ تورن کړ.

خو ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو د اجرائیه رئیس پر څرګندونو تأسف وښود او هغه یې د دولتدارۍ د موازینو خلاف وګڼلې.