BBC
 شاته

زمبابوې پوځ د رابرټ موګابې خلاف لاریون ملاتړ اعلان کړی

رابرټ موګابې د انځور حقوق AFP
Image caption ښاغلی موګابې د پوځ له کنترول تر لاسه کولو ورسته د جمعې پر ورځ لومړی ځل عام محضر کې ولید شو

د زمبابوې دولتي رسنیو رپوټ کې ویل شوي د واکمن زانو- پي ایف ګوند ډېری سیمه ییزو څانګو پر ولسمشر موګابې د بې باورۍ رایې ورکړې. ښاغلی موګابې د چهارشنبې پر ورځ له هغه وروسته کور کې نظر بند شو، چې د دغه هېواد پوځ د چارو واګې په لاس کې واخیستې.

د هیرالډ نومې ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي د ټولو لسو ایالتونو سیمه ییزو ګوندي دفترونو له نوموړي غوښتي، چې استعفا وکړي. دوی دغه راز د ښاغلی موګابې له مېرمنې ګریس چې ګومان کېده ځان د نوموړي ځای ناستۍ ته چمتو کوي، غوښي چې ګوند پرېږدي.

ویل کېږي ښاغلی موګابې غواړي راتلونکې میاشتې پورې، چې د ګوند ملي کنګره دایریږي، مشرتابه مقام کې پاتې شي.

بل لور ته پوځ د هغه لاریون ملاتړ اعلان کړی، چې د شنبې پر ورځ پلازمېنه هرارې کې رابلل شوی دی، د 'همغږۍ مارش ' نوم ورکړل شوی دی او هدف یې د ښاغلې موګابې استعفا غوښتنه ده.

"هو زه مړ وم او بيا ژوندی شوم"

موګابې د اووم ځل لپاره د زمبابوې ولسمشر شو

له دې مخکې ولسمشر رابرټ موګابې لومړی ځل عام محضر کې ولیدل شوی. نوموړي د فراغت یوې غونډې کې ګډون کړی و او فارغانو ته یې اسناد وېشل.

نوموړی له څو ورځو راهیسې کور کې نظر بند و. زمبامبې پوځ د جمعې پر ورځ ویلي، ښاغلي موګابې سره په خبرو (بوخت) دي او ډېر ژر به خلکو ته د خبرو پایلې په اړه ووايي. بل لور ته د خپلواکۍ جګړې رضاکارو نفوذ لرونکي سازمان مشر کرسټوفر موستوانګوا، چې یو مهال د رابرټ موګابې له پلویانو بلل کېده، ویلي:

''ښاغلی موګابې باید سملاسي استعفا وکړي. ''

نوموړي د شنبې ورځې لپاره د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې:

''موږ غواړو خپل عزت پر ځای کړو او سبا یې ورځ ده... موږ کولای شو هغه ماموریت سرته ورسوو، چې پوځ پیل کړی دی. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پوځ د هغه لاریون ملاتړ اعلان کړی، چې د شنبې پر ورځ رابلل شوی

د ولسمشر لبرال مخالفینو هم د لاریون ملاتړ اعلان کړی دی. ښاغلي موګابې به هر کال د فراغت مراسمو کې ګډون کاوه، خو سږ کال داسې تمه نه کېده، چې نوموړی به دغو مراسمو کې ګډون وکړي.

نوموړي په سوکه ګامونو تر دریځه لاړ او پر بریالیو محصلینو یې اسناد ووېشل. په بریالیو محصلینو کې د یوه هغه جنرال مېرمن هم شامله وه، چې نوموړی یې د چهارشنبې پر ورځ کور کې نظر بند کړی و.

زمبابوې پوځ له هغه ورسته دغه اقدام کړی و، چې ولسمشر موګابې خپل مرستیال ایمرسن مننګاوا له دندې ګوښه کړ.