BBC
 شاته

کونړ کې واورې ښویېدنې لس کسان ووژل

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پیښې سیمه د ولسوالۍ له مرکز ډیره لرې ده او سړک نه دی ور تېر شوی.

د کونړ په چپه دره کې واورې ښویېدنې لس کسان وژلي او څو نورېې ټپیان کړي دي.

واوره په یوه بانډه راغلې او چې د مرستې لپاره خللک ورغلي، له هغو هم څو کسان واورې لاندې کړي.

په افغانستان کې هر کال په ژمي کې د ایمال او غر ښویېدنې له امله مرګ ژوبله اوړي.

اوسنې مرګ ژوبله بې موسمه واورې رامنځ ته کړې.

د کونړ دوالي ویاند غني مصمېم وايي تېره ورځ په بهادر کلي کې د یوې کورنۍ شپږ کسان واورې لاندې کړي او چې نن سهار یې مرستې ته نور خلک ورغلي بیا پرې واوره ښویدلې.

* کابل کې د واورې انځورونه

* سالنګ لویه لار د واورې له امله بیا وتړل شوه

* افغانستان کې د وروستۍ واورې له کبله ۱۱۹ کسان مړه شوي

د چپې درې د لینډه لام یو اوسیدونکی معلم سکندروايي ډیر خلک د مړو دراویستو لپاره ورغلي، خو واورې له دې کسانو هم څو لاندې کړل.

"خلک چې لاړل لاندې شوي کسان را وباسي نو بیا واوره راغله دا خلکو کې یې هم درې څلور کسان لاندې کړي دي".

د نوموړي په خبره، اولنی ایمال پنځه ماشومان او یوه ښځه لاندې کړي او دویم کې د ژغورنې غټ خلک لاندې شوي دي.

د پیښې سیمه د ولسوالۍ له مرکز ډیره لرې ده او سړک نه دی ور تېر شوی.

دغلته د حکومتي او نورو مرستندویه خلکو ورتګ هم سخت دی، نو ښايي د مړو را اېستل او ځپل شوو ته مرستې هم وځنډیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېر کال افغانستان کې واورې مختلفې لارې بندې کړې وې.

دا په دې ولایت کې د سږني ژمي لومړنی انساني زیان دی، تیر کال د نورستان په برګمټال کې واورې روغ کلی لاندی کړ، چې ولسمشر غنې بیا خواخوږۍ ته ورغی.

افغانستان کې له نږدې څلورو ورځو راهیسې باران او بیا واوره پیل شوي دي.

په غزني، کابل، پکتیا او کونړ سربېره په ځینې نورو ولایتونو کې هم واوره شوې.

خواله رسنیو کې انځورونه ښيي چې د جمعې په ورځ پکتیکا کې هم واوره پیل شوې ده.