د شپږيزې سيالۍ په انځورونو کې
-
ACB
د شپږیزې سیالۍ پایلوبه کې مس عینک لوبډلې پچه وګټله او لومړی يې د منډو جوړولو پرېکړه وکړه.
-
ACB
په مس عينک لوبډله کې دولت ځدراڼ، فرید زرګر، فضل نیازی، ګلبدین نایب، احسان الله، عمران محمدي، جاوېد ځدراڼ، کامران اکمل، مجید، نوروز منګل، نور علي ځدراڼ، رحمان ګل، رحمت شاه، صدام، وحید الله شفق، یوسف ځاځی، ضیاء الحق ضیاء او ضیاء الرحمن لوبه کوي
-
ACB
محمد شهزاد په نننۍ لوبه کې تر ټولو ښه لوبه وکړه، نوموړي په ۵۰ توپونو ۹۰ منډې جوړې کړې او د نننۍ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
-
ACB
د افغانستان د ملي اردو سرتېري هم د مس عينک او کابل بازانو تر منځ د پايلوبې ليدو لپاره راغلي دي
-
ACB
د دغې لوبې ليدو ته په لوبغالي کې شاوخوا ۸ زره مینه وال راغونډ شوي وو او په لوبغالي کې د ځای کموالي له امله سلګونه کسان بهر ولاړ وو.
-
ACB
مس عينک لوبډله د توپ اچوونې او توپ وهنې دواړو برخو کې ښه وځلېده.
-
ACB
د کابل بازانو لپاره عبدالله مزاري، عبدالرحیمزی، عبدل ناصري، امیر حمزه، اصغر ستانکزی، درویش رسولي، کریم جنت، خالد زاهدي،، محمد سمیع، محمد شهزاد، محمد ظاهر، مرتضی خان، نجیب تره کی، نواز خان، رفعت الله مومند، راشد خان، شمس الرحمن او شوکت زمان لوبه کوله
-
ACB
د کابل بازانو لپاره تر ټولو ډېرې وېکټې رشيد خان واخيستې، نوموړي څلور لوبغاړي وسوځول
-
ACB
د مس عينک لوبډلې مشر نوروز منګل دی. نوموړي په ۲۴ توپونو کې ۳۹ منډې جوړې کړې
-
ACB
دا څلورم ځل دی چې کابل کې د شپږیزې سیالۍ جوړېږي
-
ACB
د شپږیزې ګټه دا ګڼل کېږي چې په دې سیالیو کې د ځوانو لوبغاړو له منځه د ملي لوبډلې په ګډون د نورو یادو لوبډلو لپاره د لوبغاړو غوراوی کېږي.
-
ACB
د لوبې پيل د مسک عينک لوبډلې لپاره ښه و، خو په وروستيو کې په دې و نه توانېدل چې مقابلې لوبډلې ته لوړ هدف وټاکي