BBC
 شاته

" داعش په عراق او سوریه کې ۹۵ سلنه خاوره بایللې ده "

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Reuters
Image caption له داعش سره په جګړو کې د عراق او سوریې ډېره اباده کنډواله شوه.

هندوستان ټایمز ورځپاڼه د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو له قوله لیکي چې داعش ډلې د خپل هغه خلافت چې څو کاله وړاندې یې په عراق او سوریه کې اعلان کړ ۹۵ سلنه بایللې ده.

په ایتلاف کې د واشنګټن استازي بیرټ مک ګروک ویلي په ۲۰۱۴ کال کې د ایتلاف له جوړیدو وروسته ۹۵ سلنه هغه سیمې د داعش ډلې له کنتروله وتلې دي چې مخکې د دې ډلې په کنترول کې وې او په دې توګه څه باندې اوه نیم میلیونه وګړي د هغوی له منګلو ژغورل شوې دي.

هندوستان ټایمز د دغه امریکايي چارواکي له قوله لیکي اوس د داعش ډلې مالي سرچینې هم تر ټولو ټیټه کچه کې دي او سوریې ته د داعش په ملاتړ د بهرنیانو تګ تقریباً دریدلی دی.

ډیلي ټایمز:

د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند ډاکټر محمد فیصل له قوله لیکي د افغانستان ۴۳ سلنه خاوره اوس د ترهګرو لپاره خوندي پټنځی دی او دوی له افغان او امریکايي ځواکونو غواړي چې افغانستان کې د پاکستان ضد ترهګرو پټنځي له منځه یوسي.

دغه راز ښاغلي فیصل ویلي له امریکا سره په ګډه کار کوي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بېلا بېلو مسایلو په اړه اختلافات له مینځه یوسي.

همدا ډيلي ټایمز ورځپاڼه په یو بل مطلب کې لیکي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر باجوا پرون یوه امریکايي قومندان جنرال جوزیف ایل وټل ته وویل پاکستان په سیمه کې د سولې لپاره خپل ټول وس کړی خو افغانستان د سولې په خاطر د پاکستان په څیر اقدامات نه دي کړي. ورځپاڼه د ښاغلي باجوا له خولې لیکي چې په افغانستان کې سوله د بل هر هېواد پرتله د پاکستان لپاره ډېره مهمه ده.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دې برید کې د وژل شویو شمېر ۱۴ ته ورسېد.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په کابل کې د پروني ځانمرګي برید په اړه په مطلب کې لیکي هېڅوک به هېڅکله پوه نه شي چې د افغان پولیس افسر سید بسام پاچا په ذهن کې به هغه مهال څه تېر شوي وي چې کله دی له ځانمرګي بریدګر سره مخامخ شو، خو هرڅه چې وي سید بسام پاچا بریدګر هغه تالار ته پرینښود چې ده یې ساتنه کوله.

ورځپاڼه لیکي د سید بسام پاچا شاته ګڼ ملکي او مهم کسان وو چې له تالار نه د وتلو په حال کې وو، همدا چې بریدګر د تالار دروازې ته نژدې شو سید بسام پاچا پرې غږ وکړ چې ودرېږي خو بریدګر منډه کړه، خو دغه ځوان او تکړه افغان افسر وتوانید چې ویې دروي، په همدغه وخت کې بریدګر ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي وچول.

ورځپاڼه لیکي چې په دې برید کې سید بسام پاچا، اوه نور پولیس او یو شمېر ملکي کسان ووژل شول، خو په دې کې هم شک نه شته که سید بسام پاچا بریدګر نه وی درولی د وژل شویو کسانو شمېره به خورا لوړه وه.

نیویارک ټایمز د پولیسو د یوه ویاند بصیر مجاهد له خولې لیکي چې هغه یو اتل و ځکه چې د ډېرو کسانو ژوند یې وژغوره.

ګارډین:

برتانیا کې چاپېدونکې ګارډین ورځپاڼه لیکي د امریکا له خوا د افریقايي پیلانو د بدن غړو پر واردولو د بندیز له لرې کېدو وروسته د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زامن د پیلانو د ښکار په حالت کې لیدل شوي چې د ټولنیزو شبکو د امریکايي کاروونکو له خوا ورته ډېر منفي غبرګونونه ښوول شوي دي.

په یو تصویر کې چې ګارډین خپور کړی د ټرمپ مشر زوی ښکاري چې د ښکار کړي پیل لکۍ یې په لاس کې ده او په بل تصویر کې د ټرمپ کشری زوی دی چې یو ښکار کړی پړانګ یې غېږ کې یې نیولی دی.

د ټولنیزو شبکو یو کارن لیکي د ټرمپ پر زامنو څه شوي چې دغسې حیوانات وژني؟