د پړانګ ژغورنې تصویر لپاره جایزه
د ۲۰۱۲ کال د جنورۍ ۱۹ نېټه وه، چې ګهيځ نژدې اته بجې انند بورا ته ټیلیفون کې وویل شول، چې د یوه نژدې کلي څاه کې پړانګ لوېدلی. دغه خبر ځکه ښاغلي بورا ته ورکړل شوی و، چې نوموړی ښوونکی دی، او ځنګلي حیات عکاس هم دی. نوموړي بوبالي نومي کلي ته منډه کړه او د ستړي ستومانه پړانګ ژغورنې درې نیم ساعته اوږدې هڅې یې کمرې کې ثبت کړې.
هند کې پر انسانانو د وحشي حیواناتو له بریدونو ډېرېدو سره همهاله دغه پنځه کلن تصویر ته د ځنګلي ژوند برخه کې جایزه ورکړل شوې. ښاغلي بورا له بي بي سي سره خبرو کې وویل: کله چې هغه مهال موږ لوېدلی پړانګ د ځمکې سر ته راپورته کوو، له سترګو یې داسې معلومېدل، چې پر موږ باور کوي او داسې ورته ښکاري، چې مرسته ورسره کوو.
کلیوالو د ځنګلي ژوند چارواکو ته ویلي و، پړانګ تر ۲۵ ساعتونو پورې اوبو کې د لامبو له لارې ځان د اوبو پر سر ساتلی و او کلیوالو د باران اوبو مخه ځکه د څاه لور ته کږه کړه، چې د اوبو له راپورته کېدو سره به پړانګ هم د اوبو سر ته راشي. ښاغلی بورا وايي کله چې کلیوالو کټ اوبو ته کوز کړ، پړانګ سملاسي پرې ورټوپ کړل او بهر ته له راوتلو وروسته یې سملاسي د ځنګله لور ته منډه کړه.
ښاغلی بورا چې د پړانګانو ژغورنې ډېرو پېښو عکاسي یې کړې وايي، د بوبالی کلي پېښه ځکه ځانګړې وه، چې کلیوال نه غوښتل دغه حیوان بې هوښه کړل شي. نوموړی وايي کلیوالو مخکې دغسې یوه پېښه کې د ژووي بې هوښه کولو غوښتنه کوله، خو دا ځل ارام وو او له څاه لرې ولاړ و، ځکه چارواکو ورته ویلي و، چې هسې نه د ډېرو کسانو په لیدو سره پړانګ وپارېږي.
خو هند کې د وحشي ژویو او انسانانو مخامخ کېده تل داسې ارام نه وي. د ۲۰۱۶ کال نومبر کې یوه پړانګ ته له هغه وروسته اور ورته کړل شو، چې یوه نجلۍ یې ووژله. د دغه هېواد بنګلور ښار کې یوه پېښه کې یوه پړانګ د یوه ښوونځي شپږ کسان ټپیان کړل.
ماهرین وايي، هند کې د پړانګانو کره شمېره نه ده معلومه، خو دا وروستیو کې د یوه اټکل له مخې ویل شوي، چې دغه هېواد کې د ۱۲۰۰۰ او ۱۴۰۰۰ تر منځ پړانګان ژوند کوي.
ټول عکسونه انند بورا اخیستي.