BBC
 شاته

ستاسو غږ

د افغانستان لپاره يو تر ټولو بد خبر دا اوونۍ د ملګرو ملتونو يو نوی راپور و، چې ښيي افغانستان کې د افيونو نشه يي توکو کچه سږنی کال، د تېر کال پر تله نژدې نوي سلنه لوړه شوې ده. د نويو شمېرو له مخې د هغې مځکې پراخوالی هم چې کوکنار پرې کرل کېږي، ۴۰ سلنه زيات شوی دی. هغه هېرويين چې افغانستان کې توليدېږي، په زياتېدونکي ډول په خپله د دغه هېواد دننه، په تېره بيا د ماشومانو له لوري کارول کېږي. افغانستان کې د کوکنارو کرکيله يو جرم دی، خو لا اوس هم د دغه هېواد بېلابېلو ولايتونو کې د بېوزلو کروندګرو ټولنو لپاره د عايد لويه سرچينه جوړوي. خو دا زهرناک بوټی په خپله د افغان ټولنې لپاره هم په يوه ويجاړوونکي توليد اوښتی، او له پراخو هلوځلو سره یې د کرکيلې پر وړاندې مبارزه ناکامه شوې ده. ستاسو غږ نننۍ خپرونه کې پر دې خبرې کوو چې څنګه کوچنیان له نشه يي توکو ژغورل کېدی شي؟