BBC
 شاته

احمدزی: "ولسمشر زما لیرې کولو سره د قانون خلاف کار کړی"

د افغانستان ولسمشر د یوه حکم په بنسټ ددې هېواد د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی. پر هغه د کمکارۍ نیوکې وې، خو ښاغلي احمدزي بیا د ولسمشر دا کار د قانون خلاف بللی.

دا کار داسې مهال کېږي چې په دې وروستیو کې د کمېسیون د غړو ترمنځ د اختلافونو په اړه راپورونه هم ورکړل شوي دي. ښاغلي احمدزي زموږ له همکار عبیدالله حسام سره په مرکه کې ټینګار کړی چې دی به د تېر په څېر خپله دنده پاتې شي او د مشرتابه په توګه به د ټاکنو د کمېسیون چارې پرمخ بیايي.