BBC
 شاته

بنګله دېش کې د ټلویزیوني ډرامې پر سر د سلګونو کسانو تر منځ شخړه

Image copyright Surinder Films
Image caption د بنګالي ژبي ټلویزوني ډرامه کیرنمالا بنګله دېش کې ډېر مینه وال لري.

بنګله دېش کې پولیس وايي، یوه هندۍ ټلویزیوني ډرامه د سلګونو خلکو تر منځ د سختې شخړې لامل شوې. پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان سخت ټپیان شوي دي.

د حبي ګنج سیمې یوه رستورانت کې سلګونه کلیوال د هندي ټلویزیوني ډرامې ( کیرنمالا ) لیدو ته یو ځای شوي وو، چې په شخړه واوښتل.

دغه ډرامه په بنګالی ژبه تولید شوې، چې د کېسې پر سر یې د ځینو لیدونکو ترمنځ اختلاف رامنځته شو او وروسته نور کسان هم په شخړه کېوتل.

نښته کې ښکېلو کسانو پر یوه بل د چاکوګانو او کوتکو ګوزارونه وکړل.

پولیسو د پېښې له ځایه د ښکېلو کسانو شړلو لپاره اوښکې بهونکی ګاز وکاراوه او د ربړینو مرمیو ډزې یې وکړې. کیرنمالانومي دغه ساینس فکشن ډرامه بنګله دېش کې ډېر مینه وال لري.

د ډرامې کېسه کې یوه اتله شاه زادګۍ انسانان له شیطاني قوتونو ژغوري. پېښه په دهول نومي کلي کې شوې، چې له پلازمېنې ډاکې نه ۱۷۶ کیلومتره لرې شمال ختیځ کې پروت دی. د ځايي پولیسو یوه افسر یاسین الحق بي بي سي ته وویل:

'' د دوو کسانو تر منځ د ډرامې پر موضوع بحث په شخړه واوښت، چې ورورسته دغه لفظي شخړه د ډلو تر منځ پر فزیکي شخړه واوښته. سلګونه کسان وو، چې پر یوه بل یې د چاکوګانو او کوتکو ګوزارونه کول.''

د اي، ایف، پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان په پېښه کې ټپیان شوي دي.

خبریالان وايي که څه هم دغه ډرامه په هند کې تولید شوې، خو بنګله دېش کې خورا په مینه کتله کېږي.

پروسږ کال ځايي رسنیو بنګله دېش کې د دوو پېغلو ځانوژنې پېښې ته له دغې ډرامې سره تړاو ورکاوه، چې وايي له دې کبله ځانونه وژلي وو، چې پلرونو یې د ډرامې کرېکټر ' شاه زادګۍ ' په څېر کالي نه وو ورته رانیولي.