BBC
 شاته

"د ټاکنیز کمیسیون مشر لیرې کول د ۲۰۱۸ کال ټاکنو په اړه شکونه پیدا کوي"

د انځور حقوق VPO
Image caption ورځپاڼه لیکي چې پر نجیب الله احمدزي تور و چې له پلان سره سم یې دې ټاکنو ته تیارۍ نه وې نیولې ځکه یې د بهرنیو مرسته کوونکو او ولسمشر غني ملاتړ له لاسه ورکړ.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې له دندې د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر لرې کولو په ۲۰۱۸ کال کې د پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه شکونه پیدا کړي.

ورځپاڼه لیکي چې پر نجیب الله احمدزي تور و چې له پلان سره سم یې دې ټاکنو ته تیارۍ نه وې نیولې ځکه یې د بهرنیو مرسته کوونکو او ولسمشر غني ملاتړ له لاسه ورکړ.

نیویارک ټایمز لیکي چې په ۲۰۱۸ کال کې د ټاکنو ترسره کېدو ته په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنو د یوه ازمایښت په نظر کتل کېږي خو اوس چې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر له دندې ګوښه کړای شوی په دې هکله شکونه پیدا شي چې پارلماني او د ولایتي شوراګانو ټاکنې دې له له پلان سره سم ترسره شي.

ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه کړ

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Anadolu Agency/Getty Images
Image caption ښاغلي سټولټنبرګ ویلي ځینو هېوادونو د خپلو پوځیانو د شمېر په هکله وار دمخه ویلي او ځیني نور اوس هم په دې برخه کې ژمنې کوي.

همدا نیویارک ټایمز ورځپاڼه د افغانستان په هکله په یو بل مطلب کې لیکي د ناټو عمومي منشي یان سټولټنبرګ په یوه مرکه کې وویل ناټو به د افغان ځواکونو د روزنې په موخه کافي ځواکونه په افغانستان کې ولري په دې مانا چې په افغانستان کې د امریکايي قومندان جنرال جان نیکولسن غوښتنه به پوره کړای شي چې وايي د افغان ځواکونو د روزنې په خاطر ۱۶ زرو پوځیانو ته اړتیا لري.

ښاغلي سټولټنبرګ ویلي ځینو هېوادونو د خپلو پوځیانو د شمېر په هکله وار دمخه ویلي او ځیني نور اوس هم په دې برخه کې ژمنې کوي. د هغه په وینا دا ځواکونه به جګړو کې ښکیل نه وي بلکې د افغانستان ځانګړي او هوايي ځواکونه به روزي.

ایکسپریس ټربیون:

پاکستان کې چاپیدونکې د ایکسپریس ټربیون ورځپاڼه د یمني ماشومانو په اړه چې له لوږې او کولرا ناروغۍ سره مخامخ دي په یوه مطلب کې د ماشومانو د خوندیتوب ادارې سیف دی چلډرن له قوله لیکي سږکال په یمن کې ۴۰ زره ماشومان وار دمخه د ولږې او ناورغیو له امله مړه شوي او ښايي دا شمېره د روان ۲۰۱۷ کال تر پایه له ۵۰ زرو واوړي.

خیریه ادارې وايي یمن کې هره ورځ شاخوا ۱۳۰ ماشومان مري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په یمن کې د سیف د چلډرن د ادارې مشر تامر کرلوس خبرداری ورکړل که لارې او پولې همداسې تړلې پاتي شي نو لا ډېر ماشومان به ومري.

ورځپاڼه لیکي دا شمېره د هغه مهال دي چې د سعودي په مشرۍ ایتلاف لا یمن ته لارې او پولې نه وې تړلې. په یمن کې د سیف د چلډرن د ادارې مشر تامر کرلوس خبرداری ورکړل که لارې او پولې همداسې تړلې پاتي شي نو لا ډېر ماشومان به ومري.

ګارډین:

په بریتانیا کې چاپیدونکې د ګارډین ورځپاڼه لیکي پاکستان د دې لپاره چې سیلانیان یې هڅولي وي په خېبر پښتونخوا کې په ویده حالت کې د بودا هغه مجسمه په ډاګه کړه چې ۱۷ سوه کلن پخوانۍ ده.

ورځپاڼه لیکي په خېبرپښتونخوا کې په لومړي ځل د بودايي مجسمو یوه سیمه په ۱۹۲۹ کال کې وموندل شوه او له هغه وروسته تراوسه دغلته کیندنې کېږي چې په ترڅ کې یې تازه تازه دا نوې مجسمه چې ۱۴ متره لوړوالی لري موندل شوې ده. ګارډین د پاکستاني چارواکو له قوله لیکي چې په دغه سیمه کې تراوسه څه باندې پنځه سوه بودايي توکي موندل شوي دي.

ډاڼ:

د ډان ورځپاڼه د دې سرلیک لاندې چې اسراییلو له ایراني زلزله ځپلو سره د مرستې وړاندیز وکړ لیکي، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په ایران کې له زلزله ځپلو خلکو سره د مرستې وړاندیز کړی او ټینګار کوي چې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ دښمني باید د انساني همدرۍ مخه ونه نیسي.

د انځور حقوق AFP

ورځپاڼه وايي له زلزله ځپلو سره د اسراییلو له خوا د طبي مرستې دا وړاندیز په داسې حال کې شوی چې په زرګونه ایرانیان سرپناوې نه لري او شکایت کوي چې د ایران د دولت له خوا د مرستو بهیر ورو دی. ډاڼ لیکي

د اسراییلو لومړي وزیر چې د امریکا په لاس انجلس کې یې څرګندونې کولې وویل، د ښځو، نارینه وو او ماشومانو تصویرونه یې ولیدل چې د خاورو لاندې شوي وو ځکه یې وړاندیز وکړ چې غواړي په ایران او عراق کې له زلزله ځپلو سره طبي مرسته وکړي.