هغه ځوانۍ چې کنګل موسم کې تېرېږي
په خپلو ټولو وروڼو، خوېندو کې کشری ایال له مور سره د روسیې یوه لرې پراته کلي ویرخویانسک کې اوسي. ایال به څو میاشتې وروسته شپږ سوه کیلومتره لري یاکوتڅک ښار کې له خپلو نورو وروڼو خوېندو سره یو ځای شي، چې د زده کړو لپاره هلته تللي دي.
ویرخویانڅک کې تهري انتن شته، چې له همدې لارې ځايي ځوانان بهر نړۍ ته د خپل ژوند په اړه ویلای شي او د نورې نړۍ له حاله خبريږي، خو دې سره هم دغه ځوانان اوس ډېره هڅه کوي، له خپل کلي ووځي. عکاس بریس پورتولانو د انځور په ژبه د ایال د ژوند په اړه راته وايي، چې څنګه تېرېږي.
د ایال مور طلاقه شوې او پنځه ماشومان یې په یوازې سر پاللي دي. د کور پر غولي هغه خواړه وینو، چې ایال یې ډېر خوښوي. دا کنګل شوی کب دی، چې ستروګېنینا یې بولي. د خوند لپاره پرې مالګه مصالحه هم دوړوي. د ویرخویانڅک کلي نوم په ګینیزبک اف ورلډ ریکارډز کې ځکه شامل دی، چې د ځمکې پر مخ یې له نورو ډېرو ځایونو هوا خورا بدله ده.
د دغې سیمې د حرارت درجه په ژمي کې منفي ۶۷ اعشاریه اتو درجونو ته رسېږي او په دوبي کې بیا شاوخوا ۳۷ اعشاریه اتو کې ګرځي. د ویرخویانڅک او اویمیاکن تر منځ معمولا د نړۍ د ډېرې سړې سیمې په توګه سیالۍ کېږي.
له سیندونو نه د کنګل ټوټې راټولېږي او د کلي هر کور کې له ویلي کولو وروسته د اوبو کار ورنه اخیستل کېږی. دغه کلي کې د حرارت خورا ټیټې درجې له کبله د ژوند ډېرې چارې ګډې وډې کېږي:
- بېټرۍ یوازې څو دقیقو پورې کار ورکوي.
- له لیکلو مخکې د قلم رنګ کنګل شي.
- اوسپنزې عینکې پر سترګو کول خطرناک دي.
ژمۍ کې یو شمېر ځايي خلک هره ورځ تر ډېره خپل موټر ځکه ځغلوي، چې دوی فکر کوي ښايي بیا تر پسرلي پورې موټر چالان نه شي.
بل لور ته په همدې سخت موسم کې په پنډو ټوکرانو کې نغښتي سپي او اسان شپه او ورځ بهر تېروي. یاکوت ډوله اسان له ونې ټیټ وي او له سختې یخنۍ سره د مقابلې توان او وړتیا لري او له همدې کبله معمولاً د غوښې لپاره ساتل کېږي.
ایال معمولاً پټه خوله د کلي کوڅو کې ګرځي او کله نا کله د چم ګاونډ سپي له ځان سره ملګري کړي. دی وايي، فکر کوي، چې له کلي بهر به یې ژوند څنګه تېرېږي. ایال وايي غواړي لیکوال شي او یا تمثیل زده کړي.
ایال کله نا کله تشو ودانیو ته هم ګوري، چې لاندې انځور کې یې وینو. دغه ودانۍ یو مهال د یوې انشورنس کمپنۍ وه، خو اوس دا او ګڼې نورې ودانۍ تشې پرتې دي. د ویرخویانڅک نفوس اوسمهال ۱۱۷۱ کسان دي، چې د ۱۵ کاله مخکې پرتله نیمايي لږ شوي.
ایال په فارغ وخت کې له ګاونډيانو سره ویډیويي لوبې کوي. وروڼه او خویندې یې کال کې یو ځل لیدو ته راځي. د ویرخویانڅک او یاکوتڅک تر منځ اوس هم د شوري وختونو این ۲۴ ډوله انتونوف ډوله الوتکې تګ راتګ کوي، چې ټکټ یې هم خورا ګران وي.
د خطرناک موسم له کبله کله نا کله د پیلوټانو لپاره هم ستونزه رامنځته کېږي، چې له کبله یې ۲۰۰۳ کال راهیسې تر اوسه شپږ پېښې شوې دي.
عکسونه له بریس پورتولانو په مننې.