BBC
 شاته

د نړۍ له بامه

لرې پرتو سيمو کې زده کړه، په تېره بيا ماشومانو لپاره يوه لويه ننګونه وي. په دې وروستیو کې بيا واخان کې یو ګرځنده وړکتون جوړ شوی دی. دا وړکتون په عصري درسي وسيلو سمبال دی.

د دنیا بام سفر لړۍ وروستي رپوټ کې د بي بي سي خبریال ارشاد هنریار وايي دا د افغانستان په کچه لومړنی ګرځنده وړکتون دی چې د یوې پاکستانۍ موسسې په مرسته جوړ شوی دی.