BBC
 شاته

''د لویې جرګې په تړاو غونډو کې دې دولتي کارکوونکي ګډون نه کوي''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا وروستیو کې یو شمېر سیاسي کړیو او کسانو داسې ګنګوسې خپرې کړې، چې ګواکې لویه جرګه رابلل کېږي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ دولتي کارکوونکو ته ویلي، هغو غونډو کې دې له ګډون کولو ډډه وکړي، چې په کې د لویې جرګې رابللو په تړاو خبرې کېږي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دا وروستیو کې یو شمېر سیاسي کړیو او کسانو داسې ګنګوسې خپرې کړې، چې ګواکې لویه جرګه رابلل کېږي او ولایتونو ته یې خپل استازي لېږلي دي.

اعلامیه کې ویل شوي دغه کسان نه یوازې دا چې د حکومت رسمي استازي نه دي، بلکې خلک مکلف نه دي، چې دغو کسانو سره مشورې وکړي او یا ورسره غونډې وکړي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال بي بي سي ته وویل:

''افغان حکومت غواړي ملت ته دا قانوني وضاحت وکړي، چې د لویې جرګې رابللو صلاحیت په قانون کې معلوم دی او د دې جوړښت او شکل معلوم دی، پر همدې بنسټ هېڅوک حق نه لري، چې د لویې جرګې رابللو غږ پورته کړي. ''

له دې مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي د لویې جرګې رابللو غوښتنه کړې وه.

تېر اکتوبر میاشت کې له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي کرزي ویلي و، راتلونکو څو ورځو کې به پر افغان حکومت غږ وکړي چې د امريکا نوې ستراتېژۍ ارزونې لپاره لويه جرگه را وبولي او د افغانانو پرېکړې پر بنسټ اقدام وکړي.