BBC
 شاته

د اولمپيک سياليو ۱۳ ورځ: اردن د سرو زرو لومړی مډال وګاټه

Image copyright GETTY
Image caption د برازيل مارټين ګريل او کاهينا کنز د ښيځينه وو د کښۍ ځغلولو پايلوبه وګټله

د برازيل په ريو ډي جنيرو کې د روانو اولمپیک سياليو پر ۱۳ مه ورځ کوربه هېواد دوه نور د سرو زرو مډالونه وګټل.

امريکا د ۳۵ سرو زرو په ګډون د ۱۰۰ مډالونو په ګټلو سره لومړی، بريتانیا د سرو زرو ۲۲ مډالونو په ګټلو دويم او چين د ۲۰ سرو زور مډالونو په ګټلو سره په درېيم نمبر دی.

د برازيل لوبډلې د پنجشنې په ورځ د سمندرغاړې واليبال او کښتۍ ځغاستې سياليو کې د سرو زرو مډالونه وګټل چې په دې سره يې د خپل هېواد د سرو زرو د مډالونو شمېر پنځه کړ.

د سمندرغاړې واليبال په پايلوبه کې د برازيل نارینه وو لوبډلې اټياليا ته دوه صفر ماته ورکړه.

د برازيل مارټين ګريل او کاهينا کنز د ښځينه وو د کښتۍ ځغلولو سيالیو په پايلوبه کې د نيوزيلنډ ايلس مالونی او مولي ميچ ته ماته ورکړه او د سرو زرو مډال يې وګاټه.

Image copyright AP
Image caption د جميکا يوسېن بولټ د ۲۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاټه، دی لومړی لوبغاړی دی چې د دې واټن په سياليو کې دسرو زرو درې مډالونه ګټي

د ځغاستې په سياليو کې د جميکا يوسېن بولټ د ۲۰۰ متره واټن ځغاسته کې د سرو زرو مډال وګاته.

دا په ريو کې د نوموړي دوهم او اولمپيک سياليو کې څلورم د سرو زرو مډال دی.

د نارينه وو د ۴۰۰ متره ځغاسته کې د امريکا کيرون کليمنټ د سرو، د کينيا هوني فيس د سپينو او د ترکيې ياسماني د ژېړو مډال وګاټه.

د ښځينه وو د دغه واټن ځغاسته کې د امريکا ډيلايلا محمد د سرو زرو مډال خپل کړ.

د اوږده واټن ځغاسته کې د بریتانيا دوو وروڼو اليسټر براونلي په لومړی او جوني براوني په دوهم نمبر راغلل چې يوه يې د سرو زور او بل د سپينو زرو مډال وګاټه.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption له کيڼ اړخ ښۍ خواته، د اسپانيا د سپينو زرو مډال ګټوونکې ايوا کلو ګومز، د بريتانيا د سرو زرو مډال ګټوونکې جېډ جونز او د ايران د ژېړو مډال ګټونکې کيميا علي زاده

د چين ۱۵ کلنه رين کيان د ښځينه وو د ۱۰ متره غوټې وهلو سياليو کې خپل هېواد ته د سرو زرو مډال وګاته.

د چين هي کي ياجي د سپينو او د کاناډا ميګهان بينفيټو د ژېړو مډال ترلاسه کړ.

رين کيان د دغه مډال له ګټلو وروسته په ريو اولمپيک سیاليو کې تر ټولو د کم عمر لوبغاړې ده چې د سرو زرو مډال ګټي.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د اردن احمد ابوغواشن د تکوانډو ۶۸ کيلوګرام وزن کې د روسې اليکسي دينيسينکو ته ماته ورکړه او د خپل هېواد لپاره يې د سرو زرو لومړی مډال وګاټه

د غېږي نيولو په سياليو کې د امريکا ښځينه پهلوانې هيلن لويز مارولس د ۵۳ کيلوګرام وزن په پايلوبه کې د جاپان ساوري يوشيدا ته ماته ورکړه.

هيلن دغه سيالي څلور يو وګټله او د سرو زرو مډال يې خپل کړ.

يوشيدا ۱۳ ځله نړيوال اتلولي ګټلې، او دا ځل يې په پرلسپې توګه د شپږم ځل لپاره د سرو زرو مډال ګټلو اراده لرله.

د اردن احمد ابوغواشن د تکوانډو ۶۸ کيلوګرام وزن کې خپل روسي سيال اليکسي دينيسينکو ته په ماتې ورکولو سره د خپل هېواد لپاره لومړی د سرو زرو مډال وګاټه.

بلخوا د تکوانډو ۵۷ کیلو ګرام وزن ښځينه وو سیاليو کې د مصر هاديه واهبيه د ژېړو مډال وګاټه، نوموړې د دغه هېواد دوهمه مېرمن ده چې په اولمپیک سياليو کې مډال ترلاسه کوي.

د مصر ښځينه وو لوبډلې ساره سمير خپل لومړی مډال هم په ريو کې د وزن پورته کولو په برخه کې ګټلی و.

Image copyright GETTY IMAGES
Image caption د بريتانيا جېډ جونز د مراکش له نعيمه بقاله سره د ۵۷ کيلوګرام وزن سياليو پر مهال

د ۵۷ کیلوګرام وزن ټيکوانډو سياليو کې د ايران کيميا علي زادي د ژېړو مډال وګاته، دا په اولمپيک سياليو کې د ايران د ژېړو درېيم او په ټوليز ډول پنځم مډال دی.

د ريو اولمپيک سياليو کې د نارينه وو د هاکي سياليو کې ارجنټاين بلجيم ته څلور دوه ماته ورکړه او لومړی ځل يې په هاکي سياليو کې د سرو زرو مډال وګاته.