BBC
 شاته

ولسمشر غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر له دندې ګوښه کړ

. د انځور حقوق VPO

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړی دی. د ولسمشر په فرمان کې اړوند ادارو ته ویل شوي، چې د نویو کاندیدانو نوملړ د کمېسیون غړیو ته وسپاري. ښاغلی احمدزی یو کال مخکې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غړو له لوري ټاکل شوی و.

د ولسمشر غني د حکومت له لومړي سره د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کې د اصلاحاتو خبرې کېدې او له ډېر مودې ځنډ وروسته د کمېسیون نویو غړیو پر کار پیل وکړ.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې د افغان ولسمشر له لوري د ټاکنو کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسون کمېشنرانو له ټاکل کېدو وروسته افغان مشرتابه ویلي و، ټاکنیز سمونونه او د نویو ټاکنیزو کمیسیونونو رامنځ ته کول د ملي یووالي د حکومت د هوکړې له اصلي مادو څخه وو، چې په وینا یې د ملي یووالي حکومت مشرانو یوه ژمنه عملي شوه.

د افغانستان پارلماني ټاکنې راتلونکی کال کېږي

د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړیتوب کاندیدانو نوملړ ولسمشر ته سپارل شوی

د کاندیدانو غوراوي کمېټې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه تقنیني فرمان پر بنسټ د سترې محکمې، بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د اساسي قانون پلي کېدو څار کمېسیون، د مدني ټولنې یوه استازي او د ښځو حقونو فعالانو د یوه استازي په ګډون د غوراوي یوه کمېټه جوړه کړې.

اوسمهال د سترې محکمې غړی د دغې کمېټې مشر، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون استازی ضیا لنګري، د اساسي قانون پلي کېدو د څار کمېسیون استازی عبدالله شفایي، د مدني ټولنې استازی یوسف رشید او د ښځو حقونو مدافع فعالانو استازې ماري اکرمي د دغې کمېټې غړي دي.

دغه کمېټه د کاندیدانو اسناد ارزوي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړیتوب لپاره د اوو او د ټاکنیزو شکایتونو ارزونې کمېسیون لپاره د ۱۵ کاندیدانو نوملړ ولسمشرۍ مقام ته لېږي.

د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو تر کړکېچ وروسته، د ټاکنیزو کمیسیونونو اصلاح د نړیوالو یوه لویه غوښتنه هم بلل کېده.