BBC
 شاته

اروپا ته د افغانستان پر لاره هوکړه وشوه

د افغانستان، ترکمنستان، ګرجستان،ازربایجان او ترکیی د بهرنیو چارو وزیرانو د ټرانسپورتي او ټرانزیتي لاجوردو لارې د ګټې اخيستنی هوکړه لیک نن په عشق آباد کی لاسلیک کړ.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ افغانستان چی په وچه کی ایسار يو هېواد دی، د سوداګریزې راکړه ورکړی لپاره یوې نوی بدیلې لاری ته لاسری وموند.

د لاجوردو لار د افغانستان له تور غونډۍ او اقینې بندرونو پیلېږي او د ترکمنستان د ترکمن باشي بندر ته رسېږي. دازربایجان دباکو له ښاره تر تېریدو وروسته، د ګرجستان د تفلیس سره نښلي او له هغه ځایه به دترکیې قارس ته رسېږي.

له قارس وروسته به استنبول او بیا به دغه لار له نړیوالو اوبو سره یو ځای شي.

افغانان باور لري، چې دوه زره کاله پخوا لا افغان سوداګرو دغه لار کاروله چې شل پېړۍ وروسته ېې د بیا ځلې کارولو هوډ لري.

د لاجوردو لاره افغانستان تر کومه رسولی شي؟

'اروپا ته د لاجوردو له لارې ۸۰٪ افغان صادرات او واردات'

"ترکيه به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي"

افغان ولسمشر اشرف غني ۲۰۱۵ کال کې ویلي و، په راتلونکو دريو کلونو کې به اروپا ته د افغانستان نژدې ۸۰ سلنه صادرات او واردات د لاجوردو له لارې کېږي:

''په راتلونکو درېو کلونو کې به انشاء الله د لاجوردو د لارې په موجوديت کې زموږ ۸۰ سلنه صادرات او واردات د منځنۍ اسيا له لارې اروپا ته کېږي. د لاجوردو لار له ګاونډيانو سره زموږ د اړيکو پر ضد نه ده، بلکې دوی ته هم لار هوارېږي، خو تدبير په کار دی، ځکه موږ نور انتظار نه شو کولای. تر ټولو غوره حالت دا دی چې ټول بندرونه زموږ پر مخ پرانستي وي، خو موږ اختيار لرو او اراده لرو''.

ویل کېږی پر همدې لار به د بد خشان لاجورد د منځنۍ اسیا او اروپا یو شمېر هېوادونو ته وړل کېدل او اوس افغان چار واکي بیا په دې لټه کې دي،چې پخوانۍ لار بېرته دسوداګرۍ لپاره وکاروي، ځکه ېې ورته دلاجوردو دلارې نوم غوره کړی.

د انځور حقوق MFA

دغه لار چې د لاجوردو دهلیز یا لارې نوم ورکړل شوی، له ترکمنستان، ازربایجان او ګرجستان څخه تر تورې بحیرې او د ترکې نه په تېریدو سره افغانستان له نړیوالو اوبو سره نښلوي.

د دې هوکړه لیک له لاسلیکېدو مخکې د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د وزیرانو په غونډه کې وویل، سره له دې چې د لاجوردو دهلېز یا لار ډېر اهمیت لري او افغانستان او سیمې ته به ګټه ورسوي، خو ټینګار یې وکړ، چې ځینې ستونزې هم په سیمه کې شته، چې هغه باید په ګډه هوارې شي.

نوموړي بېوزلي او د ګمرکي او ټرانزیتي ستونزو شتوالي د خنډونو په توګه یاد کړل.

ښاغلي دانش د کوم هېواد نوم وانخیست، خو ویې ویل، چې افغانستان غواړي، د دغه هېواد ګاونډیان هم افغانستان ته ورته یو سیاست خپل کړي، چې په وینا یې نه غواړي له خاورې یې د بل هېواد پر وړاندې ترهګریز اقدامات وشي.

ښاغلي دانش وویل، ګاونډیان هم باید د امنیت محورې تګلارې پر ځای اقتصاد محوره سیاست وکړي.

غونډې ته وینا کې د هند استازي له پاکستانه ګیله وکړه، چې د ده په خبره د افغانستان پر لور یې د هند ټرانزیټي لار تړلې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازي بیا وویل، چې هېواد یې داسې کوم قصد نه لري، چې دا ډول خنډونه رامنځته کړي، خو په وینا یې تخنیکي او اداري ستونزې د دغه وضعیت سبب شوې دي.

د انځور حقوق MFA

د ګورجستان، ایران او اذربایجان د بهرنیو چارو وزیرانو یا استازو هم خبرې وکړې او دوی په خبرو کې ګډ ټکی دا و، چې افغانستان پراخ اقتصادي ظرفیتونه لري، چې د سیمیه ییز یوالي پایله کې ورنه ګټه اخیستل کېدای شي.