BBC
 شاته

واخان کې ښځې؛ هم د سړو کار کوي هم درس وايي

سړی او غهم
Image caption واخان کې د خلکو د ژوند څرخ تاوېدو هیله یوازې د غنمو پر حاصلاتو پورې تړلې ده

واخان کې د کروندو ټولولو او درمند اخیستو وخت دی، چې د خلکو د ژوند څرخ ګرځېدل هم د کروندو پر حاصلاتو پورې تړلي دي.

واخان کې د کروندو ټولولو او درمند اخیستو وخت دی، چې د خلکو د ژوند څرخ ګرځېدل هم د کروندو پر حاصلاتو پورې تړلي دي.

د بدخشان واخان د افغانستان یوه له هغو ګوتو په شمار سیمو ده چې په ښوونځیو کې یې نجونې او هلکان له لومړي ټولګي تر دولسم ټولګي پورې په یوه ټولګي کې درس وايي.

په وروستیو کې هلته کورنیو د خپلو اولاد زدکړو ته زړه ښه کړی، چې وايي ښه راتلونکی لري. خو له قانوني عمر د ټیټو نجونو ودول، د روغتیايي اسانتیاوو نشتوالی او د زیږون پرمهال د میندو او نویو زیږېدو ماشومانو مړینه د بې وزلۍ سربېره ددې ولسوالۍ د خلکو د تریخ ژوند یو واقعیت ګڼل کېږي.

د دنیا پر بام افغان لږکي قرغیزان؛ چې د نسل ختمېدو وېره یې شته

د واخان له ښوونځیو د فارغو شویو کسانو او کانکور ته د لارې موندونکو شمېر ډېر کم دی. لامل یې د ښوونکو او ښوونیزو اسانتیاوو نشتوالی دی.

په لوړو ټولګیو کې، د ښځینه زده کوونکو شمېر ټیټ دی. د اتم ټولګي زده کوونکې سیما یې دلیل داسې ښيي:

Image caption نجون او هلکان په یوه ټولګي کې درس وايي

"په ټیټو ټولګیو کې د نجونو شمېر ډېرېږي. مثلاً په همدې ټولګي کې د نجونو شمېر ۱۸ کسه و، چې اوس پنځو ته راټیټ شوی. نجونې واده شوې او بیا ښوونځي ته رانه غلې. "

هغه کورنۍ هم کمې نه دي چې نجونې یې پېلغتوب ته په رسېدو ودولو ته چمتو کوي.

ډېرې کمې نجونې له داسې پرېکړې سره مخالفت کوي. د بېلګې په توګه ۱۴ کلنه بخت بېګم چې د سیما ټولیګواله ده.

دا وايي: "مور او پلار مې وايي باید واده شې. خور مې هم پنځلس کلنۍ کې واده شوه. ما ورته وویل غواړم درس ووایم او بیا واده وکړم".

د واخان په کونج کې ډېرې نجونې شته چې د زړه ارمان او د زدکړو سرته رسولو هیله یې نه ده پوره شوې. ملکه هم له دغو نجونو یوه ده:

"زه پنځلس کلنه یم. د ښوونځي اتم ټولګي کې وم چې واده شوم. ښوونځی مې پرېښود. لومړی ماشوم مې په اول کال په کور کې له ډېر کړاو سره پیدا شو. اوس بیا میندواره شوې یم. نهمه میاشت مې ده. اندېښمنه یم چې زه خپله یا مې ماشوم له منځه ولاړ نه شي. دلته روغتیايي اسانتیاوې نه شته".

قرغیزستان کې د 'ناوې تښتولو' دود پای ته رسول کېږی

واخان کې یوازې یو روغتیایي مرکز فعال دی، په لږو امکاناتو د خلکو ستونزې نه شي هوارولی.

Image caption د واخان روغتون د سیمه والو ستونزې، په تېره بیا د میندوارو ښځو ستونزې نه شي هوارولی

د خندود روغتیايي مرکز مشر خان محمد خالد وايي: "په وروستیو کلونو کې له قانوني عمر د ټیټ عمر لرونکو نجونو ودول کم شوي".

دی زیاتوي: "دغه روغتیايي مرکز ان یوه اړتیا لرونکي ناروغ ته یو بستر هم نه لري. دلته موږ د زیږون لپاره نورمال امکانات لرو، که ناروغ نورې پالنې ته اړ شي، اشکاشم ولسوالۍ ته یې باید ولېږدوو چې له دې ځایه کابو لس ساعته لار ده، هلته د تګ پرمهال یا مور له منځه ځي یا یې ماشوم."

افغانستان لاهم د میندو لپاره د نړۍ له ناوړه هېوادونو ګنل کېږي. له هرو سلو زرو ښځو، لږترلږه زر یې د زیږون پرمهال مري.

خندود روغتیايي مرکز واخان کې د درملنې یوازېنی مرکز دی. دا ولسوالي څه باندې پنځلس زره وګړي لري.

بل خوا، د خندود ښځو کاروبار مرکز کې تر لسو ډېرې ښځې د خیاطۍ، د ستنې کار او اوبدلو له لارو د اقتصاد له پلوه پر ځان بسیا دي.

له لاسماغو او جرابو نیولې تر لاس پاک او خولیو پورې لاسي توکي جوړوي. دغه مرکز د اغا خان بنسټ واخان کې ښځو ته جوړ کړی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
واخان کې ژوند

یوه ځوانه ښځه ګورم چې په لاس کې یې سپین ټوکر نیولی او رنګارنګ ګلان پکې وباسي. دا په سیمه کې د لاسي صنایعو د فرصتونو او ستونزو په اړه وايي:

"۱۲ کاله کېږي خیاطي کوم. کولی شم ډېر څه واوبدم. لکه لمن او جاکټ. خو دولت له موږ سره مرسته نه ده کړې. که وهڅولې شو او زموږ تولیداتو ته بازار وموندل شي، له دې بد اقتصادي وضعیته به ووځو. "

Image caption خندود کې ځینو ښځو ته د کار اسانتیا برابره شوې

په واخان کې داسې بازار نه شته چې خلک د اړتیا وړ څیزونه پکې واخلي. بنجاره ګر له اشکاشم نه دغې سیمې ته ورځي او د خلکو د اړتیا وړ څیزونه ورړوي.

واخان یوې اوږدې درې ته ورته دی چې په سوېل کې یې د هندوکش غرونه دي، دا غرونه د واخان او د پاکستان له ګیلګیت سرحدي سیمې نښلوي او شمال ته یې پڼج جاریست اوبه دي چې افغانستان له تاجکستان سره تړي.

د اوبو بلې غاړې ته د تاجکستان "غرني بدخشان" سیمې خلک دي، چې کریړ شوی سړک، برېښنا او د ژوند نور امکانات لري، خو د اوبو دې غاړې ته بیا داسې هېڅ نه ترسترګو کېږي. دې خوا ته په وروستیو کلونو کې له لمرینې برېښنا ګټه اخیستل دود شوي دي.

اغان خان بنسټ دلته د پله، سړک او ښوونځي په څېر ځینې بنسټیز کارونه هم کړي. د افغانستان د پوهنې وزارت هم ځینې ښوونکي جوړ کړي، خو فعال نه دي.

د سیمې یوه لویه ستونزه د اړیکو نشتوالی دی. واخان کې هېڅ مخابراتي شرکت فعال نه دی.

واخانیان تاجک ټبره شیعه ګان او د اسماعیله طریقې ملاتړي دي. په فارسي او واخي ژبه خبرې کوي.

واخان کې ښځو ته ټولنیزه فضا د افغانستان د نورو سیمو برعکس پرانیستې ده. همدارنګه، په ښادیو کې د شعر، دریا او تولۍ له وهلو خوند اخلي او د اس سپرېدو خپل لرغونی دود یې لاهم ساتلی دی.