استرالیایانو په 'غوڅ ډول' د همجنس خوښوونکو د واده په ملاتړ رایه ورکړه
د استرالیا خلکو په لوی اکثریت د همجنس خوښوونکو د واده کولو ته مثبت رایې ورکړې.
د استرالیا د سرشمېرنې دفتر ویلي، ۶۱٫۶ سلنې رای اچوونکو موافقه رایه ورکړې ده.
په دې نظرپوښتنه کې چې د پوست له لارې ترسره شوه او اته اونۍ وخت یې ونیو، څه باندې ۱۲٫۷ میلیون کسانو ګډون کړی و، چې نژدې ۷۹٫۵ سلنه یې د رای اچولو حق درلود.
د استرالیا لومړي وزیر مالکولم ټرنبول ویلي، پایله د غوڅ اکثریت په ګټه ده، چې د نوي کال له پیلېدا وړاندې به د پارلمان له خوا حکومت په اساسي قانون کې تعدیل راولي.
نوموړي د پایلو له اعلانېدو وروسته وویلي: "استرالیایانو په میلیوني رایو خپل نظر وښود، او په غوڅ اکثریت یې په واده کې د برابرښت په ګټه رایه ورکړه".
د روسيې يو تلوېزيون وايي همجنس خوښي دې امريکا ته وشړل شي
ده دا هم وویل چې: "دوی د عدالت او مینې لپاره (هو) رایه ورکړه. موږ اوس باید د استرالیا پارلمان کې مخ وړاندې ولاړ شو".
د همجنس خوښو د ودونو ملاتړو د پایلې له اعلانېدو وروسته د چارشنبې په ورځ د استرالیا په عامه ځایونو کې د خوښۍ محفلونه جوړ کړل او د بوډۍ ټال بیرغونه یې پورته کړل، سندرې یې ویلې او نڅاګانې یې کولې.
خو ټرنبول، چې د همجنس خوښو ترمنځ د واده پلوی دی، د حکومت د ننه له لانجې سره مخامخ دی، او د دوی د واده دا قانون به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې کېږي.