BBC
 شاته

بلوچستان کې د پنحاب پنځلس اوسېدونکي وژل شوي

مزدوران د انځور حقوق AFP

د بلوچستان په بلوڅ مېشته تربت سیمه کې د پنځلسو هغو کسانو مړي موندل شوي، چې په قاچاقبرۍ اروپا ته روان و. چارواکي وايي، پنځلس واړه کسان په مرمیو وژل شوي او مړي يې غورځول شوي دي.

ددغه ایالت حکومتي ویاند انوارالحق کاکړ بي بي سي ته وویل، د تربت ولسوالۍ د کېچ په ګیروک سیمه کې نامالومه وسلوالو دغه کسان په ډزو وژلي او مړي يې هملته غورځولي دي. د ښاغلي کاکړ په خبره د لومړنیو پلټنو له مخې ټول وژل شوي کسان د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.

که څه هم د بلوچستان ایالتي چارواکي دغه کسان کارګر یادوي، چې ددوی په خبره په قاچاقبرۍ اروپا ته پر لاره و او وسلوالو وژلي دي، خو د بلوڅ بېلتون پالې ډلې بلوچ لیبرېشن فرنټ ویاند ګوهرام بلوڅ بي بي سي ته په استول شوي برېښنالیک کې دغه کسان د پاکستاني پوځي شرکت (ایف ډبلیو او) کارکوونکي بللي او تور يې پورې کړی، چې څلور پکې د استخباراتو کسان دي او دوی وژلي دي.

د ویاند په خبره دغو کسانو د چین او پاکستان پر راهداري سړک کار کاوو، چې دوی وتښتول او ټول يې ووژل.

په بلوچستان ایالت کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې چې د خپلواکي غوښتونکو بلوڅو وسلوالو مبارزې زور اخیستی، ددغه ایالت په بېل بېل سیمو کې په وار وار د پنجاب او نورو ایالتونو هغه کارګران دې ډلو په نخښه کړي، چې په دولتي شرکتونو کې کار کوي.

خو له دې سره د ایران له پولې سره څېرمه د بلوچستان د مند او تفتان سیمو په لارو هم هر کال په زرګونو کسان ایران او بیا اروپا ته په قاچاقبرۍ اوړي. د قاچاقبرۍ همدا لاره نه یواځې د پاکستان بلکې د افغانستان د بېل بېل ولایتونو وګړي هم ایران او اروپا ته کاروي.