BBC
 شاته

"افغانستان کې سل زره ماشومان په نشه يي توکو روږد دي"

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
افغانستان کې په نشه روږدي ۱۰۰ زره ماشومان

رسمي شمېرې ښيي چې په افغانستان کې شاوخوا سل زره ماشومان په مخدره توکو روږدي دي. افغان چارواکي وايي، دا شمېره ورځ تربلې زیاتېږي. بل خوا، ملګرو ملتونو هم اعلان کړی چې په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله تر بل هر وخت زیاته شوې.

اوس ددې اندښنه شته چې د کوکنارو د کرکېله په زیاتېدو سره به د روږدو کسانو، په ځانګړي ډول د معتادو ماشومان شمېر هم لا زیات شي.

د افغانستان د مخدره توکو سره د مبارزې وزارت وايي، په دې هېواد کې شاوخوا ۱۰۰ زره ماشومان روږدي دي. د ملګرو ملتونو نوی خپور شوی رپوټ ښيي چې په افغانستان کې د تریاکو کرکېله او تولید د پخوا په پرتله په بېسارې توګه ډېر شوی.

اوس اندېښنه دا ښودل شوې چې د تریاکو د تولید له ډېرېدو سره به دې څه ته لاسرسی اسانه او د روږدو ماشومانو شمېر هم لا زیات شي.

په هیرویینو د روږدو ماشومانو د درملنې د مرکز یوه ټولګي ته ورغلو، چې په دې مرکز کې تر ډېره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو درملنه کېږي.

کرنې وزارت پر کروندګرو د زعفرانو ۵۰۰ ټنه بوزغلی وېشي

په دې ماشومانو کې ځینو ته یې اعتیاد له مور او پلاره میراث پاتې دی او یو شمېر یې بیا له خپلو روږدو میندو سره دې مرکز ته د درملنې لپاره راوستل شوي دي.

Image caption په مخدره توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ملي مرکز کې د شاوخوا ۳۱ ماشومانو درملنه کیږي.
Image caption په هیرویینو د روږدو ماشومانو د درملنې د مرکز یوه ټولګي ته ورغلو، چې په دې مرکز کې تر ډېره له پنځه کلونو کم عمره ماشومانو درملنه کېږي.

په مخدره توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ملي مرکز کې دې نهه کلن ماشوم شاوخوا درې میاشتې وړاندې هیروین څکول پیل کړي، وايي:

"ما له خپلې ترور سره ژوند کاوه او هغه روږدې وه. یوه ورځ مې په غاښ درد وو. هغې راته وویل دا وڅکوه ښه به شې. له هغه وروسته زه هم روږدی شوم او همداسې مور او پلار مې هم. د عمل پرېښودل په پیل کې ډېره سخته وه: بدن مې خوږېده او ما به ژړل".

په نشه روږدې ښځې

په مخدره توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ملي مرکز کې د شاوخوا ۳۱ ماشومانو درملنه کیږي. په دې مرکز کې دوی له ۴۵ ورځو تر درې میاشتو پورې د مشورې او درملنې یوه دوره تېروي.

ددې مرکز چارواکي وايي، دې مرکز ته ورځ تربلې د روږدو میندو او ماشومانو ورتګ کچه زیاتیږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان څخه کوکنار د نړۍ نورو هېوادونو ته قاچاق او د ترهګرو ډلو د تمویل لویه سرچينه بلل کیږي.

ددې مرکز یوه مشره فریبا نهکت وايي، ځینې ماشومان وروسته له دې چې په دې مرکز کې یې درملنه وشي، بیا راګرځي:

"وروسته له هغه چي زموږ له مرکزه ووزي دوۍ بېرته هغو کورونو ته ورځي چي لومړي پکې روږدي شوي ول. نو دوي په عمل بیا ورګډېدای شي او بېرته به دلته راځي. د ځینو ماشنومانو درملنه درې څلور ځله شوې ده."

Image caption په مخدره توکو د روږدو ښځو او ماشومانو لپاره د درملنې ملي مرکز مشره فریبا نهکت وايي، ځینې ماشومان وروسته له دې چې په دې مرکز کې یې درملنه وشي، بیا راګرځي

د کابل په لوېدیځه څنډه کې پل سوخته د روږدو کسانو د راټولیدو لوی مرکز ګڼل کیږي.

تر دې پله لاندې هره ورځ ګڼ شمېر د هیروینو څکوونکی راټولېږي چې یو شمېر روږدي ماشومان هم پکې تر سترګو کیږي.

داسې ښکاري که د روږدو ماشومان ستونزو ته جدي پام ونه شي، د ډېرو هغو ماشومانو برخلیک به له کړاونو ډک او پلې سوخته به یې ځای وي چې اعتیاد ته نوې مخه کوي.

د ملګرو ملتونو په یوه تازه رپوټ کې وېل شوي چې د تېرکال په پرتله سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو توليد ۸۷ سلنه ډېر شوی دی.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د کوکنارو کرکيلې لپاره کارېدونکې ځمکه د پام وړ پراخه شوې او د افغانستان هغه ولایتونه چې د دغه بوټي له کرکيلې پاک ګڼل کېدل، کم شوي دي. افغانستان څخه کوکنار د نړۍ نورو هېوادونو ته قاچاق او د ترهګرو ډلو د تمویل لویه سرچينه بلل کیږي.