BBC
 شاته

رقه درې کاله وروسته د داعش له منګولو ووته

په سوریه کې، د امریکا په مشرۍ ځواکونو له داعشه رقه د هغو له واکمنۍ درې کاله وروسته ونیوله. بي بي سي اوس موندلې ده چې، هغه مهال داسې یو تړون شوی و چې، له امله یې څو سوه داعشیان وتښتېدل. رقه تېره میاشت ونیول شوه، خو د خلکو د ژوند ژغورولو لپاره، هغه لوی کاروان ته اجازه ورکړل شوه چې له رقې په ښکاره او ازاده ووځي چې داعشیان پکې سپاره وو. پوښتنه دا ده چې هغه اورپکي اوس چېري دي؟