BBC
 شاته

فوټبال: افغان لوبډله و نه توانېده اسیاجام سیالیو ته لار ومومي

فوټبال د انځور حقوق VIETNAM FOOTBALL/FB

د افغانستان ملي فوټبال لوبډله و نه توانېده د ۲۰۱۹ کال اسیايي جام سیالیو کې ګډون ته لار ومومي. افغان ملي لوبډله د ویتنام ملي لوبډلې خلاف د ویتنام پلازمېنې هنويي کې د غوراوي سیالیو لړ کې لوبې ډګر ته ووته، خو دغه سیالي له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده.

لوبه د افغانستان پر مهال مازدیګر څلورنیمې بجې پیل شوه او له ۹۰ دقیقو وروسته هم هېڅ لوبډله و نه توانېده ګول وکړي.

له نننۍ لوبې مخکې افغانستانې دوې لوبې مساوي کړې دي او دې یې بایللې دي.

ايټاليا د فوټبال له نړيوالې جامه پاتې شوه

فیفا افغان فوټبال کې د چارواکو 'لاسوهنې' څېړي

د افغانستان ۹۵ کلن فوټبال اوس په کوم حالت کې دی؟

د لوبډلو همدې ګروپ کې اردن لوبډلې د کمپوچیا مقابل کې صفر یو بریا تر لاسه کړه او له ویتنام سره لا مقدماتي لوبو کې پاتې شوه.

د جرمن روزونکي اتوفیستر افغان لوبډله به د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د ۲۰۱۸ کال د مارچ پر ۲۷ مه تاجکستان کې له کمپوچیا سره وکړي، چې دغه سیالي به د درېیم ځای لپاره وي.

د انځور حقوق AFC