BBC
 شاته

"امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو یوه بله جګړه بایلي"

د نېشن:

د انځور حقوق Getty Images

امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو یوه بله جګړه بایلي، دا د پاکستانۍ ورځپاڼې د نیشن د یوه مطلب سرلیک دی او لیکي، له نهه میاشتني نامعلوم حالت، ګډوډۍ او ټویټونو وروسته سپینې ماڼې په څرګنده وویل چې امریکا به د جګړې په خاطر په افغانستان کې پاتې وي او ټینګار کوي چې دا جګړه به ګټي.

ورځپاڼې د ولسمشر ټرمپ هغه خبره راخیستې چې د اګست په میاشت کې یې ویلي وو وژونکي باید پوه شي چې د پټیدو ځای نه لري او داسې هېڅ ځای نشته چې امریکا ورته لاسرسی ونه لري.

ورځپاڼه لیکي چې له همدې وروسته د دفاع وزیر جمیز میتس اعلان وکړ څلور زره نور امریکايي پوځیان افغانستان ته استوي چې له دې سره د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۵ زرو ته پورته شي.

د نیشن لیکي په افغانستان کې له ۱۶ کلنې جګړې وروسته څرګنده پوښتنه دا ده چې دا نوې تګلاره د بریالیتوب چانس لري کنه؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نشه يي توکو د کر په زیاتېدلو سره د افغان نشه یانو شمېر هم ډېرېږي.

ورځپاڼه لیکي د دې پوښتنې د ځوابولو لپاره باید دا پوښتنه وشي چې په وروستیو کلونو کې د امریکا له خوا له پراخو عملیاتو سره سره طالبان څنګه توانیدل چې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي؟

د نېشن لیکي په ۲۰۰۹ کال کې د یوې امریکايي ادارې لپاره شوې یوې څیړنې وموندله چې طالبان تر خپل کنترول لاندې سیمو کې د هیروینو لابراتوارونه لري، ۹۸ سلنه د کوکنارو کروندې کنترولوي او له کروندو نه یې د مالیې په توګه په سلګونه میلیونه ډالر اخلي.

د نیش لیکي چې په ۲۰۱۳ کال کې د درې ملیاردو ډالرو په ارزښت پنځه زره او پنځه سوه ټنه اپیم په افغانستان کې وشول او ۳۲۰ میلیونه ترې طالبانو مالیه واخیسته.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې له هغه مهال راهیسې څه بدلون نه دی رامنځ ته شوی ځکه نو د مخدره توکو پرضد د ۹ ملیاردو ډالرو په ارزښت د امریکا مبارزه ناکامه ده.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز بیا د میانمار د پوځي چارواکو د څرګندونو په اړه یو مطلب لري چې وايي په راکاین ایالت کې د روهینګیا مسلمانانو پرضد د پوځ له خوا د هر ډول تېري او پر ښځو د جنسي تېریو ادعاوې ردوي.

دا په داسې حال ده چې له څه باندې ۶۰۰ زره روهینګیایان د تاوتریخوالي نه په تېښته ګاونډي بنګله دېش ته تللي دي.

هندوستان ټایمز د ملګرو ملتونو د چارواکو هغه څرګندونې هم رااخیسې چې په بنګله دېش کې یې د روهینګیایانو د کډوالو له کمپونو نه وروسته ویلي وو د میانمار پوځ د بشریت ضد کړنې او ډله ییز جنسې تېری کړی دی.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلد ټرمپ له فلیپیني سیال سره.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي چې ولسمشر ټرمپ د فلیپین په پلازمینه منېلا کې له ولسمشر رودریګو دورتي سره اړیکي ښه وبلل او له هغه سره یې په مخامخ لیدنه کې د بشري حقونو یو څه یادونه هم وکړه ځکه چې ولسمشر دروتي تورن دی چې له نشه یي توکو سره د مبارزې په ترڅ کې یې ګڼ شمېر خلک له محاکمې پرته وژلي دي.

ورځپاڼه لیکي که څه هم د سپینې ماڼۍ ویانده سارا سنډرز وايي چې د دواړو ولسمشرانو ترمنځ په لیدنه کې د بشري حقونو یادونه یو څه وشوه خو د ولسمشر دورتي ویاند دا خبره ردوي چې ګواکې دواړو مشرانو دې د بشري حقونو په اړه خبرې کړې وي.

نیویارک ټایمز د ښاغلي دورتي د ویاند له خولې لیکي چې ولسمشر ټرمپ له ولسمشر دورتي سره خواخوږی ښکاریده، د بشري حقونو په برخه کې یې کوم رسمي دریځ نه درلود بلکې خپل سر یې داسې ښوراوه چې د فلیپین په کورنیو ستونزو پوهېږي.

ګارډین:

برتانیا کې چاپیدونکې ګارډین ورځپاڼه د برتانوي پولیس چارواکو له قوله لیکي چې له رسنیو یې غوښتنه کړې چې د داعش ډلې او ترهګرو پېښو د رپوټولو په برخه کې پام وکړي چې د نوموړې ډلې لپاره د تبلیغاتو لامل نه شي.

ورځپاڼه د پولیسو د یوه چارواکي مارک رولي له قوله لیکي چې په انډول برابر د پېښو رپوټول مهم دي خو داعش ډله له پېښو نه د ځان لپاره د تبلغاتو او نورو کسانو د جذبولو په خاطر کار اخلي چې له هغوی سره باید په دې برخه کې مرسته ونه شي.