یوټیوب ولې د سخت دریځي دعوتګر وېډیوګانې لرې کړې؟
یوټیوب د اسلامي سخت دريځي دعوتګر انورالعولقي نژدې پنځوس زره وېډيوګانې لیرې کړې دي. العولقي د ۲۰۱۱ کال په سپټمبر میاشت کې د امریکا د يوې بې پیلوټه الوتکې په بريد کې په یمن کې ووژل شو.
عولقي سخت دريځي دودول د یوه مذهبي کس دنده بلله خو کورنۍ يې د هغه هر ډول ترهګري ردوله.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي، پر یوټیوب د العولقي وېډیوګانو کې مستند فلمونه او خبري رپوټونه هم شته.
بي بي سي ته ویل شوي، دا کار د ځینو کسانو د شکایت پربنسټ شوی دی.
العولقي پر یوټیوب بېلابېلې وېډیوګانې خپرې کړې دي.
اوباما: د ''انور العولقي'' وژنه القاعدې ته لوی ګوزار دی
امریکا: د العولقي د وژنې غچ اخیستو ګواښ شته
په ځینو وېډیوګانو کې هغه تاوتریخوالي ته خلک وربللي، خو په نورو کې بیا اسلامي دعوت او د اسلام تاریخ بیان شوی دی.
اټکل دی چې د هغه ډېری وېډیوګانې له یوټیوبه غورځول شوې دي.
د سخت دریځۍ مخالفو ډلو په ۲۰۰۹ کال د العولقي د وېډیوګانو پرضد شکایت کړی و، خو لاهم د تېر کال تر پایه د هغه وېډیوګانې پر یوټیوب کتل کېدې.
د نوموړي وېډیوګانې پر نورو وېبپاڼو کتل کېدای شي.